په امریکا کې د تېلو بیه تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېده

0 1,532

د کرونا ویروس په خپریدونو سره د تیلو د تقاضا په کمیدو سره په امریکا کې د تیلو بیه منفي شوې ده.

منفي دېته وایي چې د تیلو پلورونکی باید خپلو پیردونکو ته پیسې هم ورکړي چې تیل واخلي ځکه چې د دوی د تیلو زیرمې ډکیږي او نور د تیلوځای نلري.

دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په امریکا کې د تیلو بیه دومره ټیټیږي.

پرون د امریکا په تګزاس ایالت کې چې د تیلو مارکیټ بلل کیږي د یو بیلر تیلو بیه منفي ۶۳،۳۷ ډالره شوه.

د تېلو ارزښت تر ډېره راتلونکي کې د اټکلي بیو له مخې وي او کوم تړونونه چې د راتلونکې یا مې میاشتې لپاره کېږي سبا یې وروستۍ نېټه ده.

په دې مانا چې پلورونکي راتلونکې میاشت کوم تېل پلورل غواړي، نو باید اوس یې زېرمه کړي، په دغسې حالت کې باید د تېلو د ګودام بیه ور کړي، د همدې لپاره غوره ده چې د تېلو بیې ان له صفر ټیټولو سره د تېلو د راتلونکې زېرمې یا ګودام د بیې له ور کولو او د تېلي زېرمو د ډکېدو مخه ونیسي.

په شمال سمندرګي کې د برنټ تېلو بیه- چې اروپا او نوره نړۍ کې د تېلو بیې اصلي ګراف ګڼل کېږي- د دوشنبې په ورځ د جون میاشتې لپاره ۹ سلنه کمه او د بیلر بیه ۲۶ ډالرو ته ټیټه شوه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ خپله ورځنۍ خبري غونډه کې وویل، د تيلو مارکېټ د لا ډېر خرابېدو د مخنیوي لپاره حکومت پلان لري چې ۷۵ میلیون بشکې تېل وپېري او ملي ستراتیژیکو زېرمو کې یې وساتي.

د کرونا وېروس خپرېدو د تېلو د تولید پر سر د دوو سترو قدرتونو- سعودي او روسیې- ترمنځ جنګ د دې توکو تقاضا له تاریخي کمښت سره مخ ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply