څه ډول لیکوالي زده کړو؟

لیکوال: محمد آصف ” احمدزی”

0 887
هغه کسان چې لیکوالي ورته ډېره ستونزمنه ښکاري او تر اوسه یې لا داسې هڅې نه دي کړي، چې یو څه د نورو د خبرېدو لپاره ولیکي او یا هم وغواړي خپل افکار له نورو سره شریک کړي.
که تاسو غواړى چې ښه لیکوالان شئ، په پیل کې له لیکوالۍ سره مینه وکړئ او دې سره سره زیار او زحمت اوباسی، که مینه، زیار او زحمت په ځان نشی قبلولی نو ښه به دا وي چې لیکوالۍ ته مخه نه کړئ.
د لیکوالۍ لپاره یوازې دا هم ضروري نه ده، چې پوهنتون مو لوستی او یا لوړې زده کړې مو کړي وي، حال دا چې د لیکوالۍ هنر یا فن یو شمیر وړتیاوې غواړي، باید وړتیاوو ته ژمن واوسئ.
که غواړئ ښه لیکوال شئ نو تاسو دا لاندې  وړتیاوې په ځان کې پيدا کړئ !
–  لومړی بې زړه نشئ.
–  لیکوالۍ سره مینه وکړئ.
–  د لیک له ژبې سره مینه وکړئ.
–  هر اړخیزه مطالعه وکړئ.
–  له هر اړخیزې مطالعې سره سره تمرین   وکړئ او داسې نور ………….
د پورته یاد شوو قوانینو په تمرین کولو سره تاسو ښه لیکوالان کیداشی ، حال دا چې هیڅ یو وګړی د زېږیدو په وخت لیکوال نه وي، بلکې د زیات کوښښ، تمرین، لیک او لوست له لوري لیکوال کیدای شئ.
په لیکوالۍ کې باید کومو ټکو ته پام وکړئ؟
لومړی: د لیکلو ژبه غوره کړئ.
* د کلمو له ډېر تکرار نه ډډه وکړئ.
* خپله لیکنه په معتبرو ویناوو متکي ولیکئ، لکه: آیتونه، نبوي احادیث، متلونه، شعرونه او يا د لویانو په خبرو.
* په لیکنه کې املا او لیک نښو ته پام وکړئ . لکه: ټکی( . )، شارحه ( : )، سوالیه ( ؟ )، کامه ( ؛ )، ندایه ( ! )……
* په لیکنه کې د ( ی ) ګانو مرعات وکړئ لکه:  ی، ي، ې، ۍ، ئ.
* دخپلې لیکنې په علت باید پوه شئ.
–  ولې یې لیکم؟
–   چاته یې لیکم؟
–    څنګه یې لیکم؟
که غواړی چې ښه لیکوال شئ په لومړی سر کې له خپلو خاطرو او ورځینیو پیښو شروع وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply