د موضوع تخلیق یا موضوع آفریني

سید عبیدالله نادر

0 484

سیاحتونه ګرځیدل ، د مطالعي په څنګ کې د موضوع آفرینۍ یا تخلیق د موضوع د پاره ښه رول لري ،د ژوري مطالعي خاوندانو سره د ناستې پاستي له وجهي نوي موضوعات انسان ته په لاس ورځي ،یعني وخت په وخت او ژر ژر د علم د خاوندانو سره لیدنه د نوي مطلب یا موضوع په لاس ته راوړنه کې اثر لري ، ډیر کسان به ښه مطالعه لري ،او پر له پسي به لوست کوي ، خو هیڅ کله د مضمون ، شعر یا ادبی پارچو د وئیلو توان نه لري ،او د موضوع آفرینۍ استعداد هم ورسره نه وي ،یعني یوه نوي سوژه نه شي پیدا کولای ،چې په هغه څه ولیکي ،لیکن ځینو کې دا استعداد وي ،چې په لږه ناسته پاسته کې ،ډیري سوژي برابروي ،یعني ځیني داسي خلک وي ،چې د یو غوغا او شر و شور نه ډکي کوڅې څخه هیڅ هم نه شي ایستلای، خو ځیني د یو آرامه کوڅې څخه هم ډیر موضوعات او سوژې د لیکلو د پاره تیاروي، یعني ژور نظرتند فهم او ژر جزبونکی دماغ ورسره وي.

د نوي موضوع د لیکلو د پاره نه یواځې د پوهی خاوندانو ،بلکه د عوامو یا نالوستي خلکو د خبرو اترو او قیصو د لارې هم انسان کولای شي ،ډیري نوي سوژې یا مطالب د لیکلو د پاره تر لاسه کړي ،چې دا په تحرک او ګرځیدنه کیږي . خوشی په خوشی په یواځي ناستې سوژه د انسان مخې ته نه راځي ،پراخه نظر او دلټون سترګې غواړي ،چې سړی باید د موضوع آفرینۍ د پاره هرې خواته په پراخه نظر او د لټون په سترګو، په اړخونوخپل تیز بینه نظر واچوي.

تیز بیني هم یو بل اړخ د موضوع آفرینۍ د پاره دی ،چې تیز بین انسان په یو زغلنده نظر یو مطلب د لیکلوذهن ته وسپاري ،او په هغه مطلب ډیر ژر یو څه ولیکي ،پرخ نظری هم همداسي د موضوع آفرینۍ په لاس ته راوړنه کې ،ډیر رول لري ،ولي چې په ړندو سترګو او په کاڼه غوږونو تحقیق نه کیږي ،تحقیق د لټون غړیدلي سترګي او روښانه زړه غواړي ،تعصب او لنډ نظري او یا لنډ فکري د ښه سوژې د برابرولو به لار کې لوی خنډ ګرځي ،د لیکلو او تحقیق په لاره کې آزاد مشرب او آزاد فکر ښه دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply