ډاکتر ناکامورا د زیار او زحمت کشۍ نمونه او سمبول

سید عبیدالله نادر

446

د دسمبر دریمه ۲۰۲۳ کال

ډاکتر ناکامورا د زیار او زحمت کشۍ نمونه او سمبول!

ستا ګَرد وهلي څیره ، چې دوړې او خاورې پرې ناستي دي ،او دا ستا زحمت کشه څیره چې په ټولو تصویرونو کې لیدل کیږي ،او هغه تصویرونه چې مونږ ته په دي فانی دنیا کې له تا نه پاتي دي،په وضاحت سره ستا تصویرونه هم ستا د سخت کوشۍ سخت ځانۍ او کار سره د میني ښکارندویي کوي ، تا دي مظلوم ملت او قوم له پاره چې خپلې ریښی ریښی ګریوانونه نه شي راټولولای تا د دوی د خدمت له پاره په ډیر صداقت او ایماندارۍ سره خپلي مټي راونغاړلي او دوی ته دي خدمت وکړو ، چې نمونې یې پرتي دي ، خو نورو آرمانونو ته چا پرینښودي ،دوی به هیڅ کله ستا زیارکښ او خواری کښه څیره هیره نه کړي ،تر څو چې انسانیت وي ستا دا خدمتونه به له هیڅ چا هیر نه شي ،ستا سر ښندنه او فداکاری ډیره او تر هر څه لوړه وه ،او عملآ دي و ښوده ،ستا لورینه په دي خلکو تر مور او پلار هم زیاته وه ،ته یو بهادر او زړه ور انسان وي چې د اخطارونو او خطراتو با وجود هم تا خپل کار ته دوام ورکړی وو ، خو ستا دښمنان د خیرن ضمیر او باطن خاوندان دي ، چې هیڅ مذهب نه مني ،او د انسانیت په مذهب کې هم نه دي، او د معرفت وږمې او بوی ترې نه راخیژي ،ته د داسۍ خیرن باطن او تیاره ضمیرونو خاوندانو له خوا ووژل شوي ،چې د انسان په صورت کې تر دیو او دَدَ هم بد تر دي ، دوي د چا په ژبه او د معرفت په وینا او خبرو هم نه پوهیږي ،ستا د دښمنانو او د دي استخباراتي کړیو له پاره د سلیمان علیه السلام په شان انسان په کار دی ،ځکه هغه د حیواناتو په ژبه ښه پوهیده ،چې دا بی ضمیره پوه کړي ،دوي د انسانیت په ژبه نه پوهیږي

د ۲۰۱۹ کال د دسمبر پر څلورمه ارواښاد ډاکتر تیتسو ناکامورا چې په خلکو کې د کاکا مراد په نامه مشهوروو او یو جاپانی الاصله ډاکټروو، او خلکو په دي نامه نازاوه ، د ګاونډی استخباراتو له خوا د کنړ د اوبو د مهارولو په خاطر ووژل شو، چې په دي ورځي د جلال آباد د ښار امنیت یې هم ډیر ضعیف وښوده ، د دي دومره خدمتونو باجود چې ده کړي وو مهاله ده چې ګوندی دی دي افغانانو وژلی وي ،د ده قدرداني د افغانانو له خوا په ټوله میډیا کې  مونږ وینواو نور یې هم شاهدان دي نو افغانان خو یې نه وژني، نو معلوم داره خبره ده چې ، د پاکستان د استخبارتو په اشاره او د دوی له خوا وژل شوی، ځکه ده غوښتل چې د کنړ د سیند اوبه مهار کړي ، د سمسورتیا او آبادۍ لوړ آرمانونه یې لرل ،چې هغي ته چا پرینښود، څو ورځي د مخه د ده د وژلو نه ډاکتر محمد اشرف غني ریس جمهور ځان ته وباله، او په یو مډال او افغانی تابیعیت یې ونازاوه ، دا مراسم می څرنګه چې په فیسبوک کې لیده ، نو هماغه ساعت می وویل : کاشکي اشرف غني د ده پرځای د ده پر امنیت باندی ټینګار کړي ، او زما داخبره د ناکامورا ووژل خو نوم د انسانیت ته د خدمت په کتاب کې ثبت شو په مضمون کې راغلي چې د ۲۰۱۹ کال نه راپدي  اضافه د دیرشو خپرونو کې خپورشوي چې کاشکي اشرف غني د دي پر ځای د ده امنیت نور هم ټینګ کړی وای ، خو په ډیر افسوس چې دا کار ونه شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.