ارګ: د مشارکت طرحې بې ارزښته دي، حکومت جوړونه کې د چا فرمایش نه منو

0 887

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، جمهور رییس محمد اشرف غني به د حکومت د جوړولو په تړاو د سیمې او نړۍ هېوادونو هغه فرمایشات چې هدف يې د واک وېش وي، نه مني.

د ولسمشر ویاند دوا خان مینه پال رسنیو سره خبرو کې ویلي، ټاکنو کمېسیون د قانون پر اساس د جمهوري ریاست ټاکنو بریالی نوماند اعلان کړی دی او دا بهیر نور پای ته رسېدلی دی.

مینه پال زیاته کړې چې حکومت کې د اصولي مشارکت په اړه د خبرو دروازې پرانیستې دي.

هغه ټینګار کړی چې د ارګ او عبدالله عبدالله ترمنځ خبرې روانې دي.

نوموړي ویلي، ولسمشر غني له کرونا سره د مبارزې، سولې بهیر بري او نورو مسایلو په تړاو له سیاسي جریانونو سره په خبرو بوخت دی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه یو لوړ پوړي ایراني چارواکي افغانستان ته سفر کړی دی.

د ځینو رسنیو د راپورونو پر اساس، دغه ایراني چارواکي افغانستان کې د همه شموله حکومت د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply