د بلخ د عامې روغتیا رییس: په فساد کې ښکیل کسان راته توطیې جوړوي

0 601

د بلخ د عامې روغتیا رییس وایي ځیني کسان ده ته د توطیو په جوړولو سره غواړي د اصلاحاتو مخه ونیسي.

د بلخ د عامې روغتیا رییس خلیل حکمتي وایي دی غواړي د بلخ د عامې روغتیا په ریاست کې د مالي او اداري فساد مخه ونیسي او له هغو کسانو سره تصفیه حساب وکړي چې په مالي فساد کې ښکیل دي، خو ځینې کړۍ او اشخاص ورته ستونزې جوړوي او حتی خلک هڅوي چې پروړاندې یې اعتراض وکړي.

خلیل حکمتي چې د ولسمشر په حکم د عامې روغتیا رییس ګومارل شوی و یو کال وروسته وتوانید چې په عملي ډول دغه دنده خپله کړي.

د بلخ په عامې روغتیا ریاست کې د مالي فساد یوه بیلګه څو ورځې وړاندې خواله رسنیو ته را وتلې وه چې د خلکو له کلکو نیوکو سره مخ شوه.

د هغه سند له مخې چې خواله رسنیو ته وتلی و د چای یو ترموز په پنځه زره افغانۍ او یو کټ په ۳۵ زره افغانۍ پیرودل شوی و.

د بلخ د عامې روغتیا رییس خلیل حکمتي وایي دا توکي اوس نه بلکې پخوا اخیستل شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply