د کونړ د عامې روغتیا پخواني رییس د کرونا ویروس له امله ساه ورکړه

0 897

د کونړ د عامې روغتیا پخوانی رییس ډاکټر اسدالله فضلي د کرونا ناروغۍ له امله مړشو.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وایي ډاکټر اسدالله فضلي چې پخوا د کونړ د  عامې روغتیا رییس و په ننګرهار کې د کرونا ناروغانو د تجرید په روغتون کې مړ شوی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس نصیر احمد درانی وایي:  ”  د کونړ د عامې روغتیا پخوانی ریس او د طب د لویې کورنۍ غړی ‌‌‌‌‌‌ډاکټر اسد الله فضلي چې څو ورځې وړاندې یې په کونړ کې د کرونا ټیسټ مثبت شوی وو او بیا د بستر لپاره ننګرهار عامې روغتیا ریاست اړوند تجرید مرکز ته راوړل شوی وو د سخت روغتیايي حالت له کبله یې ساه ورکړه.

 دا په هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو ډاکټرانو له ډلې څلور ډاکټر دی چې د کرونا ویروس په ناروغۍ مړ کیږي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نصیراحمد دراني په دې پیښه خواشیني ښودلې او له ټولو خلکو یې غوښتي چې د کرونا ویروس څخه د مخنیوي او ځان ژغورنې په موخه جدي تدابیر ونیسي.

تر دې وړاندې په کابل او جوزجان کې څلور ډاکټران په دې ناروغۍ مړه شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply