د ملاعمر غیرت او د ملا فاضل جهالت

لیکوال: استاذ صاحبزاده مشریقیوال

0 1,250

بسم الله الرحمن الرحيم

څو ورځی مخکی می په قطر کی میشت د طالبانو د یو مشرملا فاضل ی ونهایت بی خونده او بی ربطه او د هر مجاهد او باالخصوص طالب د پاره د شرم اوعارنه ډک یو صوتي کلپ یا مقطع واوریده چی هم یی د عالمي مجاهدینو اوهم د خپلو طالب مشرانو په قربانۍ خاوری اړولي او د دروغو او افترا نه ډک اظهارات یی کړي او د شرم نه ډک د دغه مقطع په نشر باندی اوس طالب مشرانو پابندي هم لګولی ترڅو ملت د دوی په خیانتونو خبرنه شي  خود نیکه مرغه چی مونږ ته نوموړی مقطع رارسیدلی.

    مخکی د دی چی د طالب په حال او ماضي لږه رڼا واچوو لوستونکی او ټول قهرمان ولس، اسلامي امت او مخلص مجاهدین دی خبر وی چی د قطر طالب مشرانو د امریکایانو سره د شیخ آیمن الظواهري سودا کړی فقط په پټه خوله د هغه وژل او یا د ژوندی امریکا ته د سپارلو کار پاتی دی او په دی خبره مونږه کره شواهد لرو . اولس دی په دی هم خبر وي چی په اسلامي نړۍ کی د امریکا د ټولو نه غټ نظامي مرکزپه قطر کی دی او د دغه نظامي مرکز په خواکی د همدی امریکا په مصرف جوړ شوی د طالبانو دفترد امریکا هدیه ده او د طالبانو په همدغه دفتر کی امریکایانو داسی آلات لګولي چی طالب په تشناب کی هوا خارج کړي نوهم په پنټګان او سپینه ماڼۍ کی اوریدل کیږي او دا آلات د طالب پلارهم نه شي پیدا کولی . د نن بی خونده طالب مشران د داسی استخباراتي شبکو په لاس کی پریوتي چی په کلونو کلونو په خپلو مخالفو استخباراتو کی پټی مهری تربیه کوي او د مخالف ملکونو استخباراتي مراکزو او سفارتونو ته جاسوسي آلات رسوي او نصب کوي یی نو طالب د کوم باغ مُلۍ ده چی د دی آلاتونه به بچ پاتی شي.

    یود طالب هغه تحریک وو چی د ظلم او وحشت او پاټکونو او د افغان ولس د شراو فساد نه د ژغورلو په خاطرمنځ ته راغی او که څه هم افغان ولس او نړیوال په دی خبر وو چی د تحریک د طبیعي قیام نه پس د نصیرالله بابر په وساطت د پاکستاني استخباراتو په لاس تمویل او حمایه شو او حتی د جهادیانو په نوم د فسادیانو نه د خلاصون په خاطر نړیوالو هم حمایه کړ خو کله چی ملاعمر د جهادي تنظیم القاعدی حمایه وکړه او د نړۍ مسلمانانوته یی پناه ورکړه نو نړیوالو او باالخصوص پاکستان ډیر کوشش وکړ چی د مشر ملاصاحب لاره بدله کړي خو مشر ملا صاحب خپل امارت ختم کړ خو د تاریخ په پاڼو کی یی په زرینو الفاظو ولیکل چی افغانان یو مسلمان هم کافر ته نه سپکاري.

    خو نن د فاضل په نامه تش په نوم ملا راپاڅي او د هغه مجاهدینو پرخلاف خبری کوي او د درواغو افتراګانی پری کوي د کومو نه د دفاع په خاطر چی مشر ملاصاحب خپل ټول امارت قرباني کړاو امارت په کلی توګه د منځه لاړاو همدغه عالمي مجاهدین وو چی بیرته یی د جهاد په صف کی نوی روح پوکړ او تردوه کالو پوری د امارت د مکملی خاتمی باوجود یی د وزیرستان د قبایلونه د جهاد بیرغ رپاند وساته او ترآخره د امارت سره بیعت کی پاتی شو خو اوس امارت د هغوی د سرونو سوداګانی کوي. موجوده امارت د امریکایانو او پاکستانیانو سره  د تحریک طالبان پاکستان ، القاعده او داعش پرخلاف د جنګ او د دغه ډلو د تصفیی تعهد کړی . او د  طالبانو موجوده خاین امارت او د موجوده  ملا برادر چی یو ګونګ او مسخ شوی انسان دی او لس دقیقی خبری هم نه شي کولی او د هیبت الله او ملا منصور په لاس او د پاکستان او امریکا په پلان د ملا دادالله رحمه الله په شان قهرمان او د هغه ټوله کورنۍ او په په سلګونو د ازبک او چیچین مجاهدینو کورنۍ د ښځو او ماشومانو سره شهدانی کړی چی د هغی کره شواهد او اسناد موجود دي . د امارت د سقوط په وخت کی هم مخلص مجاهدین قرباني شو، بندیان شو او په امارت کی د پاکستاني استخباراتو مهری بچ او د پاکستان په اسلام آباد، ایبټ آباد، کویټه او کوهاټ کی میشته شو.

    په ذکر شوي صوتي کلپ یا مقطع کی جاهل ملافاضل وایی ( د قطرمعاهده ۹۹ په سلو کی د طالبانو په ګټه ده او ۹۱ په سلوکی د امریکایانو په ګټه ده ) دی ته وایی محاسبه او دی ته وایی تش پکړي مار ملا فاضل !!!! مقطع نغده موجوده ده . دا هماغه طالب مشران دي چی د امارت په وخت کی ترینه یو صحافي پوښتنه کوي چی تاسی د لوبو خلاف یاست او د هوا په څپو یی ټوله دنیا اوري چی طالب مشر په جواب کی وايي ( یایا دا خبره غلطه ده مونږ د لوبو خلاف نه یو او مونږ دا منو چی فټبال د بدن د پاره ډیر ښه جمناسټک دی) دا هماغه جاهل طالب دی چی په فورمه کی د مجرد د پاره بی ناموسه لیکي ههههههه دغه د طالب تخصص دی او دا د هغه چا مقابله کوي چی د فقط د کوډ شوو یا مشفرو الفاظو د ډیکوډ کولو یا عادي حالت ته د راوړلو د پاره د دوکتورا متخصصین لري.

    منو چی د کفر مقابله په ایمان کیږي خو آیا د کفر مقابله به هغه څوک کوي چی د هغوی د غټو اسلحونه نیولی تر یو کارتوس پوری پردي جوړوي او پردي یی ورکوي او پخپله به نه سوا، نه ډګري او نه هم کوم تخصص لري او د استخباراتو او هیروینو او آپین په عشر به جهاد پالي او د جنت لاربه یی بولي . په پاکستان کی به اوسیږي او درواغ به وايي چی مونږ پاکستان کی نه یو. په قطر کی په دسترخوان به د امریکایی اډی په څنګ کی ارګيٍ اچوي او د هرپاس اولاندی ارګي نه به یی د ډالربوي راځي او بیا دعوه به د امریکا سره د دشمنۍ کوی؟ پاکستاني استخبارات به د پنجابي مسعود اظهرمولانا د هند د بند نه د راخلاصولو د پاره د نیپال نه هندي طیاره راتښتوي او په لاهور کی به پکی تیل اچوي نوره اسلحه به ورکوي او بیا به د طالب نه لاس پاک جوړوي او طیاره به په کندهار کی طالبانو سره دروي او په خپل زعم متخصص او مؤمن طالب به په دی هر څه خاموش پاتی کیږي. وايي چی :

 پرتوګ دی سوړی سوړی راوړ— چی هره سوړه دی ګنډم ژړا رازینه .

    زمونږ د ساده افغانانو مشکل دا دی چی د هری پکړۍ او ږیری والا په ظاهري شکل غولیږي او د اسلام په نوم دوکه کیږي. کرنل امام د همدغه ساده افغانانود سادګۍ یوه ښه بیلګه ده چی یو مکار اوعیاش او د انګریزي قانون او هیرامنډی محافظ  کرنیل بیا افغانان په خپلی ږیری او پکړی غولوي او د افغانانو په لمونځ کی امامت کوي او دغسی هغه د کرنل امام په نوم شهرت مومي . او باالاخره دغه مکار کرنل امام د ریښتیني مجاهد حکیم الله محسود رحمه الله په لاس وژل کیږي خو د حقاني شبکه او د کویټی شوری د کرنل امام د راخلاصولو کوشش کوي. د ملا فاضل کیسه هم داسی ده . یو مطلق جاهل چی لیک لوست هم نه شي کولی او زه په ننګونی سره وایم چی که ملا فاضل دری کرښی صحیح عربي عبارت ولوست نو مونږ به د ده ملایي ومنو او زه به هری شرعي محکمی ته د خپلو خبرو دفاع نه حاضرشم . بی سیواده ملافاضل د طالبانو په وخت کی فقط د ضرورت په اساس د خپلی ګاوډبۍ له امله د خط مشر وټاکل شو او لکه په پاکستان کی چی جهادي مشران فقط د امریکا او نړیوالو د ضرورت په اساس د روس پرخلاف مشران وټاکل شو همدغه شان د ملافاضل په څیر د امریکا په ونډه مست جاهلان یو ځل بیا په مونږ اوس راتپل کیږي او د پردو لخوا پالل کیږي. مونږ باید راویښ شو او د حق آواز پورته کړو.

    ملا فاضل او د ده ملګري دا خبره هیروي چی دا شل کاله د امریکایانو اود هغوی د اتحادیانو پاکستاني فوځ پرخلاف جهاد چا وکړ ؟ ملا فاضل او د ده دقطر ونډه خوره شبکه د عالمي مجاهدینو په عالمي سطح قرباني اوپه افغانستان اوپاکستان کی سرخندنی هیروي او د امریکا لخوا د قطرپه مذاکراتو کی د پنځه دیرش میلونو ډالررشوت د هضمولو په خاطر فقط په امریکایی پلان د عالمي مجاهدینو پرخلاف خله پرانیزي . وطن فروش فاضل د آی ایس آی په جیل کی د خپل امارت د دفاع وزیر ملا عبیدالله رحمه الله په شهادت خاموش دی او د هغی پوښتنه نه شي کوي اود امارت د سیاسي او د بندیانو د کمیټی مشراستاذ یاسر د شهادت پوښتنه نه کوي او همداسی په پاکستان او نړۍ کی او د همدی امارت نه د دفاع په خاطر  په سوونو او زرګونو مظلومانو پوښتنه نه کوي خو د ډالرود هضمولو په خاطرد عرب مجاهدینو پسی خله پرانیزي. د عمیل حکمتیار په څیر ملا فاضل او په قطرکی د امریکا ونډه خواره په کنړ د پاکستان د توپونو په ورولو او د ډیورنډ د فرضي کرښی په پخیدو خاموش دي او د هغه پاکستاني طالبانو په قربانیو خاموش دي چی د همدی امارت سره یی ورکړي دي. د قطرطالبي شبکه او ملا فا ضل او ملا امیرخان متقي په دی هم ونه شرمیدل چی د کیمری مخی ته یی د پاکستان خارجه وزیرشاه محمود قریشي ته تحفه ورکړه او د آی ایس آی مشرته ورغاړی وتل . ملابرادر د پاکستان په لاس د دی دومره بی عزتۍ او قیدوبند سره د پاکستان په صفت کولو نه شرمیږي نو نوربه په څه وشرمیږي؟.

موجوده طالب خوهر خیانت ته ملا تړلی خو مشرملا صاحب هغه څوک وو چی کله ترینه شیخ اسامه رحمه الله د یوولسم ستمبرد عملیاتو اجازت ووغوښت اوهغه په فکر کی شونو شیخ اسامه رحمه الله ورته د هغه فلسطینۍ میرمنی ویډیوي مقطع وخوده چی اسرایلي فوځیان یی راکاږي نو مشرملا صاحب په ژړاشو او ورته یی وویل چی هرڅه مو چی وس کی وي کوو به یی او هماغه وو چی تر آخره په خپل موقف ودریده او آخرهم د همدی پاکستاني استخباراتو پرلاس د جسد سره ورک شو. خو موجوده  طالب د همدی آی ایس آی په امر امریکایانو، روسانو، چینایانو او ایرانیانو سره علایق جوړ او د خپل ملت سره جنګ ته ادامه ورکوي. دی کی شک نشته چی موجوده افغان حکومت هم د طالب په شان د امریکا ونډه خور او فاسد حکومت دی خو ملت باید په دی خبره پوه وي چی د طالب دشمني د امریکا سره درواغجنه ده او ظاهري مخالفت فقط د  کرسۍ لپاره دی او موجوده طالب اوس د امریکا او پاکستان په لاس کی لوبیږي .

افغان مجاهد ملت او مخلصو مجاهدینو سره بل هیڅ لاره نشته پرته له دی چی د طالب موجوده خیانتونه رسوا او ځان ته نوی داسی قیادت رامخی ته کړي لکه د طالبانو د رهبرۍ د شوری زوړغړی ملا عبدالمنان نیازي چی په ډاګه او بی ویری د حقایقو پرده پورته کوي اویا هم لکه د پاکستاني طالبانو مشرتابه په شان مخلص قیادت چی د امریکا او پاکستان د دواړو د غلامۍ نه آزاد دي. یو داسی قیادت او دریم قوت چی د طالب په شان د کوهي چنډخ نه وي او د عالم اسلام په سطح د مسلمانانو د قربانۍ قدر وکړي او فقط دغه خپلی تنګ نظری اخوني ډلی پوری د مسلمانانو قیادت محدود نکړي تر څو مونږ د پردو او خپلو مفسدینو د ظلم نه خلاص شو.

ننګرهار

۲۶ شعبان ۱۴۴۱

۳۰ حمل ۱۳۹۹

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply