په هرات کې ډېر دوکانونه، مارکیټونه او پلورنځي پرانیستل شول

0 722

له یوې نیمې میاشتې قرنطین وروسته اوس په ښار کې د موټرو ګرځیدل هم  عادي شوي.

د کرونا ویروس له امله د هرات د قرنطین محدودیتونه محلي ادارې نه دي لیرې کړي بلکې خلکو په خپله دوکانونو خلاص کړي دي.

په هرات کې د کرونا ویروس د خپریېدو کچه لاهم نه ده ټیټه شوې او تازه په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۵ مثبت پيښې ثبت شوې دي.

شاوخوا یوه نیمه میاشت دوکانونه ، مارکیټونه  او نور ځایونه بند وو. د هرات د ولایتي شورا غړي وایي د روژې په پیلیدو سره د خلکو اقتصادي ستونزې نورې له زغم وتلې وې، د خلکو حوصله نوره ختمه شوه او اړ شول چې د خپلې ډوډۍ پیدا کولو په موخه راووځي او حکومت هم نه شي کولای د دوی مخه ونیسي.

 محلي اداره وایي قرنطین لاهم نه دی ختم شوی او کرونا ویروس په دغه ولایت کې د پراختیا په حال کې دی. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاند وایي خلک باید محدودیتونه په پام کې ونیسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply