رواني ستونزي او د حل لارې چارې

محمداسماعیل وزیري

0 1,512
که څه هم د روانو ستونزو په هکله لیکنه د ارواپوهانو او ځانګړو اشخاصو کار دی چې په دې برخه کې تخصص لري، خو ما دې کار ته ځکه زړه ښه کړ چې زموږ تاسو ګڼشمیر هیوادوال له رواني ستونزو کړیږې، چې له بده مرغه د ګران هیواد دننه د دې ستونزو د حل لپاره په کافي اندازه خدمات نه شته او نه هم په دې هکله کوم عامه پوهاوی موجود دی. نو ځکه یې درملنه هم ټکنی کړې ده.
په دې لیکنه کې مې خپله تجربه، د ملګرو سپارښتنې، او د ارواپوهانو لارښوونې ذکر کړې دي، که خدای (ج) کول د رواني ستونزو په لري کولو کې به خورا ګټورې وي.
تر ټولو مهمه دا ده چې خپل ځان ته پاملرنه وکړئ او ترڅنګ یې د رواني ستونزو علایم په ګوته کړئ. البته په هر انسان کې کیدای شي نښې د یو او بل سره توپیر ولري، خو تاسو په خپله پر ځان پوهیږئ چې په احساساتو، عواطفو او خیالاتو کې مو څرګند بدلون راغلی.
د بیلګې په ډول تاسو کیدای شي ځینې داسې علایم ولری: د خولې وچوالی، ویره (اضطراب)، خپګان، سر خوږ، د زړه ټکان ډیریدل، لوړ فشار، ژر غوسه کیدل او داسې نور.
پاس یاد شوی علایم د ناامنو پیښو په وړاندې د بدن اټوماټیک غبرګون دی، هر کله چې تاسو کوم خطر احساس کړ او یا هم کومې ستونزې سره مخامخ شوی نو کیدای شي پاس یاد شوي علایم درسره  پیدا شي. د رواني ستونزو عواملو باندې نه غږیږو ځکه چې هغه باندې مونږ تاسو ټول پوهیږو، راځو راسا” د رواني ستونزو د حل لارو ته چې له نیکه مرغه ډیری کسان ترې رغیدلی او ښه شوی دي.
لومړۍ تعمق (Meditation) میتود دی چې په ورځني ژوند کې باید وکاروئ لکه: په یو ارام ماحول کې کښینئ او یاهم څملئ، سترګې مو پټې کړئ او د پنځو دقیقو لپاره ژوره ساه واخلئ او بیرته یې بهر کړئ.
دوهم: هر سهار د نیم ساعت لپاره ورزش وکړئ، دا که مزل کول وي، بایسکل چلول، مڼډه وهل، سینه کشي کول( Push up) وي او داسې نور بدنې او فزیکي فعالیتونه وي تر سره یې کړئ، چې دا کار به د رواني ستونزو په کمولو کې خورا اغیزمن وي.
دریم: کوم منفي سوچونه که درسره وي هغه په یوه کتابچه کې درسره ولیکئ. ځان مه تیر باسئ پریږدی چې منفي فکر راشي او بیرته ولاړ شي. فکرونه او خیالات که هغه منفي وي یا مثبت دا داسې وګڼئ لکه یو سیلاب چې ستاسو په ماغزو کې څپې وهې، کله د خپګان او کله هم د خوشحالی چورتونه وي، خو په دواړو حالتو کې یې پریږدی چې درباندې راشي او بیرته مو له ذهن څخه ولاړ شي. د فکر کولو وروسته هڅه وکړئ چې منفي فکرونه له ماغزو څخه اوباسئ او مثبت فکرونو ته وده ورکړئ.
څلورم: په ژوند کې ځینې شیان داسې وي چې د هغه کنټرول ناشونی وي، خپل ځانته داسې قناعت ورکړئ چې زه ټول شیان نه شم کنټرول کولای او هڅه وکړئ چې خپل احساسات کنټرول کړئ او غبرګون مه ښکاره کوئ.
پنځم: ځانته سالمه بوختیا پیدا کړئ اوس چې د قرنطین ورځې دي، هڅه وکړئ د کور  په کارونو کې وڼډه واخلئ دا به مو پام بلکول بل خوا واړوي.
شپږم: خپل غذایې رژیم ته مو د وس مطابق پاملرنه وکړئ چې په کافي اندازه مینرالونه او ويټامینونه مو په بدن کې وي. دا ځکه چې کیدای شي د ځینو ويټامینونو کموالی په بدن کې ستونزې پیدا کړي.
اووم: تفکر  ( Mindfulness)
دا هغه طریقه ده چې خلک دیته هڅوي تر څو خپل پام او هوس اوس ته واړوي چې همدا شیبه څنګه ساه اخلي، څنګه احساس کوي پرته له دې چې قضاوت ورباندې وکړئ. لاندې څو اوصول لري چې یادول او اجرا کول یې ستاسو د ستونزو په له مینځه وړلو کې خورا ګټور دي.
– مخکې له مخکې قضاوت مه کوئ.
ـ حوصله وکړئ.
ـ هرې ورځې ته د یوه نوي فرصت په سترګه اوګورئ.
ـ کلک باوري اوسئ.
ـ ځانته داسې موخه مه ټاکئ چې تاسو به هرومرو دا کار نن ترسره کوئ.
ـ  قناعت ولرئ.
ـ ډیرو خبرو پسې مه ګرځئ، تشویش مه کوئ او ځان خوشحاله وساتئ.
لنډه داچې تاسو ته دا لیکنه کې څو مهم ټکې ذکر شول لمړئ تعمق ( Meditation)کول،  دوهم ورزش کول، دریم سالمه بوختیا او وروستی د تفکر کول ( Mindfulness) طریقه ده.
خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې مونږ تاسو الحمدالله  په الله ( ج) ایمان لرو، د هر لمانځه څخه وروسته هڅه وکړئ چې د الله ( ج) څخه خپل د حاجاتو غوښتنه وکړئ او تل د خپلو ستونزو د حل لپاره  دوعا کوئ بې شکه چې الله (ج) ستاسو د دوعا اوریدونکی او قبلونکی دی.
که چیرې مو رواني ستونزه حل نه شوه نو بیا یو مسلکي ارواپوه ته مراجعه وکړئ. پاک الله ( ج) مو له ټولو نارغیو په امان کې لره، په دا هیله چې ستاسو رواني ستونزي د پاس یاد شویو لارښونو له لارې ژر تر ژره حل شي او له خپګان پرته، هوسا او خوشحاله ژوند ولرئ.
ماخذونه:
( Accessed: 20 April 2020).

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply