څنګه کولي شو مثبت فکر وکړو کله چې منفي احساس ولرو؟

احمدشاه مهری

0 842

د مثبت فکر کولو غوره لاري

مثبت فکر کول ستاسو په ژوند کي د ستر مثبت بدلون لامل کيدي شي.

د خوش بينيۍ ليد رامنځ ته کول کولي سي ستاسو سلامتيا جسمأ او روحأ تقويه کړي.

مګر ځيني وخت يو ډول خاص شرايط په ژوند کي رامنځ ته کيږي چي د مثبت فکر  کولو د لرليد ساتل ګرانوي او ډير سخت تماميږي.

د مثبت فکر کولو لپاره ګام اوچت کړي چي ستاسو د دوهم طبيعت په څير وده وکړي او تاسو به ډيري ګټي وکړي.

دلته ستاسو لپاره د هغه ۱۰ لارو يادونه کوو چي د مثبت فکر کولو لپاره تاسو ته لاره اسانه کوي.

۱-  د هغه خلکو سره خپل وخت ضايع کړي چي تل مثبت فکر کوي

په دي معني که چيري له هغه خلکو سره ډير وخت ضايع کړي چي تل شکايت کوي نو دا ډول خلک به تاسو فکرأ محاصره کړي او د هغوي منفي افکار به تاسي له منځه يوسي.

له هغه خلکو او دوستانو سره ډير وخت ضايع کړي او ورسره ناسته ولاړه ولري کوم چي تل مثبت فکر لري او مثبت کارونه سر ته رسوي، نو دا به ددي باعث شي چي ستاسو فکر او عادتونه به هم تل مثبت بينه وي او مثبت فکر کولو ته هڅيږي.

۲- د خپل کړو وړو، چلند يا سلوک مسؤليت په غاړه واخلي

کله چي په ژوند کي د ستونزو او سختيو سره مخ کيږي نو د قربانۍ ورکولو رول مه ادا کوي. د خپل د کړونو مسؤليت اخيستل کولی شي ستاسو سره مرسته وکړي چي له خپلو غلطيو څخه زدکړه وکړي. چي دا به ستاسو سره مرسته وکړي چي د نورو  په هکله د نا مناسب تور لګولو څخه ډډه وکړي يا هم د نورو په مقابل کي غير عادلانه پريکړي کولو څخه ډډه وکړي.

۳- په ټولنه او ټولنيزو مسايلو کي ونډه واخلي

د هغه څه په اړه د ښه احساس کولو يوه غوره لاره چي تاسو يي له هغه باندي تمرکز کول دي چي تاسو يي ورکوي.(په ټولنه کي او ټولنيز مسايلو کي له خلکو سره مرسته کول، خلکو ته د نيکي مشوري ورکول، د ژوند کولو د اسانتياو په اړه او د ژوند د پرمختګونو په اړه له خلکو سره مرستي وکړي) په مختلفو ډولونو خپل ځان په داوطلبانه توګه ټولني ته وسپاري.

د نورو سره مرسته تاسو ته په نړي کي يو ډول نوي ليد لوری درکوي، او ستاسو سره د مثبت فکر کولو کي ډيره مرسته کوي.

۴- د هغه مطالبو په لوستلو وخت ضايع کړي چي مثبت او الهام بښونکي وي

خپل وخت د هغه مطالبو په لوستلو مصرف کړي چي تاسو د مثبت فکر کولو ته هڅوي.

د مقدسو کتابونو(قران کريم) مطالعه وکړي، هغه ويناوي ولولي چي الهام لرونکي وي (عالمانه ويناوي) چي ستاسو سره مرسته وکړي چي په ژوند کي په مهمو شيانو فکر وکړي.

دا کولي شي چي ستاسو د ورځي د پيل او پاي لپاره غوره لاره شي.

۵- منفي افکار وپيژني او په ځاي يې مثبتو فکرونو ته ځای ورکړي

تاسو به هيڅ کله پدې بريالي نشي چي مثبت فکر به ولري که چيري تاسو لا هم په پرله پسې ډول د منفي افکارو لرونکي ياست. د داسي افکارو پيژندل او لري کول زدکړي چي خورا منفي وي. ډيری وختونه هغه جملې چي د «هيڅکله» او «هميشه» کلمې پکښي شاملي وي هغه ناسمي او غلطي وي.

که داسي فکر کوي ځانته چي زه هر کار هميشه غلط کوم او هر کارهميشه اشتباه کوم،  نو ددي په  ځاي چي دا الفاظ وکاروي په واقيعت کي همدا الفاظ داسي استعمال کي لکه:  زه کله کله اشتباه کوم خو خپل د اشتباه څخه زدکړه کوم.

دا اړتيا نشته چي خپل افکار په غير واقعي ډول وه انګيرو. بلکه د هغه په ځاي هغه مثبت افکار وه انګيري چي واقعي وي او واقيعت ولري.

۶- موخي رامنځ ته کړي او په هغو باندي کار وکړي

که چيري تاسو اهداف او ټاکلي موخي ولري نو دا ډيره اسانه ده چي ددي ستونزو په مقابل کي مثبت فکر ولري، موخي به تاسو وه هڅوي چي مبارزه وکړي د هغه ستونزو په مقابل کي چي ددي لاري په اوږدو کي تاسو ورسره مخ کيږي.

د روښانه هدفونو نه درلودل به ستاسو په پريکړو او پرمختګ کي خنډ او ځنډ رامنځ ته کړي.

۷- منفي پايلو ته پام وکړي

خپل د وخت ځيني برخه د منفي افکارو او د منفي کړنو د پايلو په اړه مصرف کړي. چي دا کار کولي شي ډيری وختونه د ځان په پوره کولو کي وړانديونه درته وکړي.

د مثال په ډول: يو نفر فکر کوي او داسي وايي چي، زه به ددې دندي د مرکې پړاو ته ونه غوښتل شم! نو امکان لري چي دا خبره په ده منفي تاثير وکړي او د مرکي د ښه ترسره کولو لپاره هڅه نکوي.

نو نتيجه داده امکان لري هغه نفر د دندي ترلاسه کولو هڅه هم ونکړي.

هغه ليست جوړ کړي چي ستاسو په ژوند کي منفي فکر کولو ته لاري هواروي. چي دا احتمالأ کولي شي  ستاسو په کړنو اړيکو او احساساتو ډير تاثير وکړي.

يا هغه ليست جوړ کړي چي د مثبت فکر کولو کي ګټور وي.

۸- نورو ته توضيحات وړاندي کړي

د هغو دلايلو په لټه کي شي چي د نورو د ستايلو سبب شي، او په ستاينه او تعريف کولو کي ريښتيني اوسي او په مکرر ډول يي وړاندي کوي. او دا ستاسو سره مرسته کوي چي په نورو هغه ښه يي پيدا کړي.

۹- د ورځني قدر ورکولو او منني ليست جوړ کړي

که تاسو د ورځني منني ليست ولري او ادامه ورکړي نو تاسي به دقيقأ پوه شي او په پام کي ونيسي چي څومره بايد مننه وکړي، چي دا به ستاسو سره مرسته وکړي هغه شيان چي د ورځي په جريان کي تاسو ته پيښ شوي دي نو په مثبت ډول يي درته وه انګيري، د منني او ارزښت ورکولو عادت به تاسو ته د مثبت فکرکولو د عادت سبب شي.

۱۰- د ځان پاملرني هڅه او تمرين وکړي

خپل ځان ښه ساتي او دا به تاسي د مثبت فکر کولو لپاره ډير مجهز کړي.

په کافي اندازه ارام وکړي او استراحت وکړي او خپل د ستړيا د لري کولو ښه تمرين وکړي، ستاسو جسمي او روحي سلامتيا به ستاسو سره د مثبت فکر کولو کي ډيره مرسته وکړي او په مکمل ډول به فکرأ او ذهنأ ورته  اماده ياست.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply