سیګار: امریکا پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو ارقام پټوي

0 486

سیګار وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته، امریکا او ناټو پر افغان ځواکونو د طالبانو ډلې د بریدونو ارقام او شمېره په قصدي ډول پټوي.

کانګرس ته د افغانستان په اړه د سیګار د درې میاشتني راپور له مخې ناټو ویلي، دوی د طالبانو د بریدونو ارقارم ځکه نه خپروي چې دا چاره د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې یوه اساسي برخه ده.

د سیګار په وروستي راپور کې راغلي، د مارچ میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۳۱ مې پورې وسله والو طالبانو پر بهرنیو ځواکونو له بریدونو ډډه کړې، خو پر افغان ځواکونو خپلو حملو ته څو چنده زور ورکړی دی.

افغان حکومت هم ویلي و، چې طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته پر افغان ځواکونو نږدې درې زره بریدونه کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply