شنونکي: عبدالله عبدالله د افغانستان حیثیت ته زیان رسولی دی

0 589

د چارو یو شمېر شنونکي وايي، پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله اوسنیو شرایطو کې په خپلو ناسمو سیاستونو او دریځونو، په نړیواله کچه د افغانستان حیثیت ته سخت زیان رسولی دی.

د سیاسي چارو کارپوه محمد میر احمدزی وايي، عبدالله عبدالله د افغانستان د وروستي سیاسي بحران لامل دی او باید خپل دریځ ته بدلون ورکړي.

د احمدزي په خبره، د عبدالله عبدالله ناسمو کړنو او د موازي ادارو اعلانول ددې لامل شوي چې د نړۍ اکثریت هېوادونه له افغانستان په خپلو مرستو له سره غور وکړي، په داسې حال کې چې افغانستان اوسنیو شرایطو کې مرستو ته اړتیا لري.

هغه وايي، سیاسي بحران د امنیتي ځواکونو په روحیه منفي آغېز کوي او عبدالله عبدالله باید خپل دریځ ته بدلون ورکړي.

بلخوا، تازه ټولنیزو رسنیو ته داسې اسنادونه راوتلي دي چې عبدالله عبدالله یو وار بیا حکومت کې د ۵۰ سلنه شراکت وړاندیز کړی دی.

یادو اسنادونو کې له ولسمشر غني څخه غوښتل شوي چې هغه ته په کابینه کې ۵۰ سلنه سهم ورکړي او تر څنګ يې باید اجرايي صدراعظمۍ پوست ورته ایجاد کړي.

د چارو بل شنونکي حسین پرواني سیحون ته وویل، د عبدالله عبدالله وروستي وړاندیزونه مقعول نه دي او هېڅ قانوني بنسټ او بڼه نه لري.

پرواني زیاتوي، له هغه وروسته چې ولسمشر غني بروکسل کنفرانس کې عبدالله عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی په دې تورن کړل چې ګنې د افغانستان د راتلونکي په اړه یوه پاڼه طرحه هم نه لري، اوس دواړو هڅې پيل کړي چې د شخصي ګټو لپاره طرحې جوړې کړي.

ارګ تر اوسه د عبدالله عبدالله د وروستیو وړاندیزونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply