طالبانو افغان ځواکونو ته د ولسمشر لخوا د عملیاتو پیل اعلان غبرګون کې ویلي، اشرف غني خپل واک غځوي، مونږ او زمونږ جنګیالي د هر کار وړتیا لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، داعش ډله مونږ ماته کړې او نور هېڅ ځای کې سنګر نه لري.

د هغه په خبره، د جګړې د شدت مسوول به هغه څوک وي چې جنګ یې اعلان کړی دی.

ذبیح الله مجاهد ویلي، د بندیانو خوشې کیدو بهیر باید ونه ځنډیږي.