او همدغه کار اوس له طالبانو سره د امریکا د سولې په تړون کې کېږي. د خلیلزاد او طالبانو استازو تر منځ د تړون له لاسلیک کېدو څخه ۱۱ اونۍ وروسته چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم ورته ناست و، تاوتریخوالی داسې یوې کچې ته لوړ شوی چې نه هم په کابل کې د امریکا سفارت او نه هم غوڅ ملاتړ (دا په افغانستان کې د ناټو د ماموریت نوی نوم دی) په آزاده توګه احصائیې نشي وړاندې کولای. چې کله ښه خبرونه راځي، ډيپلوماټان بیا هېڅکله ځان نه پرې پوهوي.

د خلیلزاد دا خبره چې په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو او په کابل کې پر یوه زیږنتون په بریدونو کې د طالبانو ښکېلتیا ردوي تر ډېره ناسمه برېښي. افغان چارواکي وايي چې له دوی سره قوي شواهد شته چې طالبان پر جنازه د بمي برید مسول دي او له دوی سره داسې مدارک شته چې ښيي طالبان پر زیږنتون برید کې لاس لري. اول خو خلیلزاد د هوکړې څخه وروسته تاوتریخوالي په اړه د عادي ارقامو او معلوماتو ورکولو څخه ډډه کوي او بیا ټینګار کوي چې ټول چارواکي دې د څېړنو له بشپړېدو وړاندې د ده همدا خبره ومني چې دې کار د وروستیو بریدونو د پړې اچولو په تړاو د خلیلزاد د نیت په اړه جدي شکونه رامنځته کړي

دا مشکل له دغې امکان هر ورهاخوا دی چې یو استازی دې چل او منافقت وکړي تر څو خپله لاسلیک کړې هوکړه ژوندۍ وساتي. که طالبان په کابل کې د دې ډول ستر برید ترسره کولو وړتیا ولري او امریکا له خپلو افغان متحدینو سره د امنیتي خلا د ډکولو پر ځای په طالبانو د پردې اچولو په هڅه کې وي، نو ډېر احتمال لري چې طالبان یو ځل بیا په کابل برید وکړي. په یاد ولرئ: کله چې طالبانو په لومړي ځل په ۱۹۹۶ کې پر کابل برید وکړ، دا کار يې داسې مهال ترسره کړ چې د بین الافغاني مذاکراتو کولو ژمنه يې کړې وه. داسې ښکاري چې طالبان نن بیا همدغه شان یو عمل کوي. دا هېڅکله بده نه ده چې سړی له دښمن سره خبرې وکړي، خو که یو لوری د سولې په لټه کې وي او بل لورۍ ډيپلوماسۍ ته د یوې نامتقارنې جنګي سټراتېژۍ په سترګه ګوري، خبرې به بریالۍ نشي. د حقیقت پر ځای په خیال پلو د ملي امنیت درجه بندي د عقلمندو خلکو کار نه وي.

د خلیلزاد له خوا د طالبانو سپینول یو خطرناک سنت/ دود دی. بله يې بیا له ترهګرو سره مذاکراتو ته د متحدینو د راوستلو هڅه ده. نو همدا وه چې له دغو ترهګریزو بریدونو څو ورځې وړاندې نوي ډېلي ته سفر درلود. له “ده هندو” ورځپاڼې سره په مرکه کې خلیلزاد له هند څخه وغوښتل چې له طالبانو سره نېغ په نېغه ښکېل شي. هغه وویل “هند په افغانستان کې یو مهم ځواک دی، او دا به یو مناسب کار وي چې له طالبانو سره راشه درشه پیل شي.”

په حقیقت کې، دا به یو نامناسب کار وي. د ۱۹۹۹م کال د ډېسمبر میاشتې په ۴مه نېټه، ترهګرو د یوې هندۍ هوايي کرښې یوه الوتکه چې له کتماندو څخه نوي ډېلي ته روانه وه وتښتوله او کندهار ته یې بوتله. طالبانو هلته تښتونکو ته پناه ورکړه او هغوی ته يې اجازه ورکړه چې د یوې اونۍ لپاره الوتکه له ځان سره وساتي، او بیا آن د یوه مسافر له وژلو وروسته هم، دوی ته د تېښتې زمینه برابره کړه. طالبانو همدا ډول د ‘حرکت المجاهدین’ یو روزنیز کمپ هم پرمخ بیولو چې دا کمپ د هغې ترهګرې ډلې و کومې چې د هند د ننه ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي. لکه څرنګه چې خلیلزاد یوې ډيپلوماتیکې بریا ته ناکراره دی (هغه وړاندې په عراق کې د ایرانیانو د نه لاس وهنې اړوند مذاکرات کړي دي)، او ټینګار کوي طالبان بدل شوي دي، خو له یوه کال لږه موده وړاندې د هند د نیمه لويې وچې لپاره د القاعده مشر عاصم عمر د امریکا او افغان ځواکونو په ګډ برید کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې وژل کېدل، دغه خبره دروغجنه ثابتوي. پر دې ټولو سربېره، هغو ډلو چې د تروریزم سره يې له همکارۍ توبه وېستلې او ویلي يې دي چې له القاعده چارواکو سره به ګډ کار نه کوي، خو بیا يې هم په هند کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي.

 (مسخره خو هلته جوړه ده چې خلیلزاد هندي چارواکو ته له یوې ترهګرې ډلې سره پداسې حال کې د مذاکراتو وړاندیز کوي چې پخپله يې د افغانستان د منتخب ولسشمر د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب یواځې پدې خبره تور لېسټ ته وراچولی وو چې د خلیلزاد پر شاهانه کړنو يې انتفاد وکړ او او له هغو طالبانو سره يې د ده د کړنو رښتنولي تر پوښتنې لاندې راوسته چې پخوا يې تجارت ورسره کړی و. نور نو تاسو پرې پوه شئ چې کیسه څه ده.)

د واشنګټن لپاره ستونزه هغه رسم او دود دی چې خلیلزاد يې غواړي (د نړۍ سترې ډېموکراسۍ ته وايي له یوې داسې ډلې سره مذاکرات وکړي چې باور لري هندو او غیرسُني مسلمانان د مرګ لایق دي) او ښايي د امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مقابلې پراخ سیاستونه کم ارزښته کړي. نه یواځې هند، بلکې اروپايي متحدین (چې تل يې ډېپلوماسۍ ته تر ډېره بریده د اقتصادي موازنې د سیاست له عینکو کتلي دي) هم کولای شي د خلیلزاد له دغې بېلګې ګټه واخلي او د امریکا څخه وغواړي چې له حزب الله سره مذاکرات وکړي د دې پرخای چې تور لېسټ ته يې د وراچولو په لټه کې وي. له دې ټولو سره سره، حزب الله هم په لبنان کې همدومره رښتونی شتون لري لکه طالبان يې چې په افغانستان کې لري. دوی دواړه د بهرنیو دولتونو لاسپوڅې ډلې دي چې په ناشولته جګړو کې کارول کېږي.

که خلیلزاد هند ته له طالبانو سره د مذاکراتو وړاندیز کوي، نو ولې بیا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له امریکا ونه غواړي چې د القاعده، اسلامي دولت (داعش) او حماس سره (چې ترکیې له درېیو واړو ډلو سره اړیکې لرلې دي) مذاکرات وکړي ځکه دوی هم سیمه ایز رښتونی شتون لري؟

رسم او دود په ډېپلوماسۍ کې مهم دی نو ځکه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید په ډېر احتیاط ګامونه واخلي. د خلیلزاد دغه د سولې تړون چې له طالبانو هم دی ډېر ورته لېواله دی په ناکامۍ محکوم دی. د خلیلزاد دا هرې خواته لاس او پښې وهل (پر ترهګرۍ سترګې پټول او توجیه ورته لټول او له نورو هېوادونو غوښتل چې دوی هم همدغه کار وکړي) هېڅکله سوله نشي راوستلای، د دې پر ځای به دغه چاره سیمه یوې سترې وینې توېیدنې ته ورټېل وهي.