افغانستان تر هر څه لومړی یووالي ته ضرورت لري

سیدعبدالله پاچا

0 537

افغانستان او افغانان تر هر څه لومړی یووالي ته ضرورت لري او کله چې افغانان سره یو وي، هیڅ دښمن نه شي توانیدلی چې نظام ړنګ کړي او یا د افغانستان ملي حاکمیت ته زیان ورسوي.

د افغانانو دښمنان تل په دې هڅه کې دي چې داخلي کړکیچ رامنځ ته او قومي تفرقې راپورته کړي، د دې لپاره ډير کله له بریدونو وروسته قومي خبره کوي، یا نورو برخو کې قومي مسایل راپورته کوي.

افغانستان کې چې له یو څه ډير خطر پیدا کیږي، هغه قومي تفرقې دي او کله چې قومي تفرقې نه وي او افغانان سره یو وي، بیا د هیڅ دښمن پرې زور نه رسیږي.

قومي تفرقې هغه مهال ډير اغیز درلودلی شي چې مشران قومي ټکټ وکاروي او خپلو پلویانو ته ووايي چې تاسو حاشیه کې یاست.

کله چې مشران سره یو وي، بیا کشران خود به خوده سره یو کیږي او هیڅ ضرورت نه وي چې د قومي تفرقو په اړه اندیښنه وشي.

تاسو د سیاسي جنجالونو پرمهال د روسیې، ایران او پاکستان څرګندونې ولیدلې چې د افغانانو یووالي باندې پسخند کو، لامل دا و چې مشران خپلو کې جوړ نه و او ترمنځ یې بې باوري وه.

اوس چې د نوي حکومت لپاره ټول سره یوه خوله شول، په یو میز کیناستل، د ټولو افغان دښمنه هېوادونو خولې بندیږي او پلمه ورته نه پيدا کیږي چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.

افغانستان دا وخت ډير ضرورت ملي یووالي ته درلود او دا چې ملي یووالي د حکومت په هوکړه راته، باید دا هوکړه شوی وی.

که هوکړه نه وی شوی، هیڅ کار مخکې نه تللو، ځکه هرې خوا ټاکنو کې ګډون کړی و او د جمهوریت د بقا لپاره یې حق درلود چې حکومت کې ځان وګوري.

افغانانو سره بله لار نه وه، دا چې ټول سیستم په حرکت راځي، دا چې یووالی راځي، دا چې ټول په یوه خوله کیږي، دا چې قومي ټکټونه له منځه وځي، دا چې د دښمن پروړاندې ګډ سنګر نیسي، همدا د هوکړې ښه اړخونه دي.

که په ټوله کې ولیدل شي، دا هوکړه هیڅ ډول خطر نه لري، چې افغانان یې فکر کوي، هوکړه ضرورت و او باید شوی وی.

تاسو ولیدل چې نړیوالو خبرداری ورکړ، که افغانان په حکومت باندې جوړ را نه شي، نو مرستې به بندې او یا کمې کړي.

افغانستان تراوسه په ځان بسیا نه دی او ډيرو برخو کې د بهرنیو مرستو باندې تکیه دی، همدې اصل ته په کتو هم افغانان سره یو شول او هم به بهرنۍ مرستې دوامداره شي.

اوس افغانانو ته پکار ده چې د خپل حکومت ملاتړ وکړي او د جمهوریت د بقا لپاره د نظام ساتنې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

اوس انشاءالله لیرې نه ده چې افغانان سولې ته ورسیږي، که وضعیت همداسې جنجالي وی، هیڅ امکان نه و چې د سولې پروسه دې بریالۍ شي.

د دې ټولو سربیره سیاسي جنجالونو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په وضعیت باندې ناسم اغیز کړی و او دا هوکړه به د دې لامل شي چې افغان ځواکونه به لا ډير ډاډ ترلاسه کړي او په دښمن به لکه د زمري بریدونه پيل کړی، تر څو یې سولې ته اړ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply