په لومړي ځل د هېواد یو خصوصي پوهنتون د کرونا د تشخیص کېټونه تولید کړل

0 577

د لومړي ځل لپاره کابل کې د غالب په نوم د یو خصوصي پوهنتون څیړونکې ډله په دې توانېدلي ده، چې د کوویډ ۱۹ ناروغۍ د تشخیص کېټونه تولید کړي.

د یاد پوهنتون له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی په رسمي توګه د لوړو زده کړو وزارت، د عامې روغتیا وزارت او نورو اړوندو ارګانونو ته خبر ورکوي، چې د غالب بایوټیک کووید-۱۹ تشخیصیه کیټونه چې دې real time PCR په بڼه توليد شوي دي د استفادې وړ محصول په توګه د ګټې اخیستنې لپاره چمتو دي.

اعلامیه کاږي، د غالب پوهنتون څېړونکې ډله کار کوي چې د کرونا نور تشخیصیه کېټونه هم تولید کړي.

تر اوسه عامې روغتیا وزارت په دې اړه خپل رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply