ګوادر بندر د پاکستان او هند ترمنځ پروت دی او د سياسي ناندريو له وجې د افغانستان مالونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې هند ته واوړي، په بدل کې يې ولسمشر غني د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا ته د پاکستاني مالونو پر لېږد بنديز ولګاوه او ګواښ همدا و تر هغو چې د ګوادر بندر له لارې هند ته د افغانستان د مالونو پر ترانزیټ لګېدلي بندیزونه نه وي لرې شوي په بدل کې يې افغانستان هم پر پاکستاني لوريو بنديز ساتي چې بالاخره نن پاکستان له دې لارې د افغانستان د مالونو ترانزيت ته اجازه ورکړه، خو دا نه دي ويل شوي چې له هغه لوري هند ته هم اجازه ورکړل شوې او کنه چې خپل مالونه افغانستان ته صادر کړي.