ولسمشر محمداشرف غني د افغانستان لپاره د روسیې د نوي سفیر الکساندروویچ ژیرنوف باورلیک منلو مراسمو کې ویلي، موږ د منځنۍ اسیا هیوادونو څخه افغانستان ته انرژي واردو او غواړو خپلو محصولاتو ته نورې لارې هم پرانېزو په ځانګړي ډول د روسیې بازارونو ته، ترڅو وچې میوې او نور توکي ورته صادر کړو. موږ له سیمې او روسیې سره د اقتصادي همکاریو د زیاتېدو غوښتونکي یوو.
هغه د روسیې نوي سفیر ته خطاب کې ویلي،” ستاسو نوی ماموریت به د افغانستان او روسیې ترمنځ د مناسباتو او همکاریو نوی فصل پرانېزي او اړتیا ده چې د دواړو هیوادونو مناسبات لا زیات غښتلي شي.“
د هیواد جمهوررئیس زیاته کړې، په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان د منځنۍ اسیا هیوادونو سره چې د افغانستان مهم شریکان دي، اړیکې پراخې کړي او موږ هر کال دې هیوادونو ته زرګونه ټنه کرنیز محصولات صادرو.
بلخوا د روسیې نوي سفیر ویلي، د خپل ماموریت پر مهال به له افغانستان سره د روسیې د مناسباتو د لا پياوړتیا او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړم.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320