فارن پالیسي: شواهد ښیي ملاهبت الله په کرونا ناروغۍ اخته شوی

0 932

فارن پالیسي په یوه خپاره کړي مطلب کې د سولې پروسه کې د یو شمېر دخیلو طالب مشرانو له قوله لیکلي؛ په داسې حال کې چې دغه ډله سولې ته د رسېدو په څنډه کې ده، خو کرونا ویروس د دې ډلې په رهبرۍ کې ژوره ګډوډي رامنځته کړې ده. دغه راز دغه ګډوډۍ د اختلافاتو تر کچې هم ده او د سولې او جګړې پر سر یې د دوی مهمې څېرې سره وېشلې دي.

د دې خپرونې د معلوماتو پر اساس کرونا ویروس ګڼ طالبان مشران نیولي او په دغو کسانو کې د ملا عمر زوی ملا یعقوب هم شامل دی. ملا یعقوب ته دا مهال د ۱۵ ولایتونو امنیتي مسوولیتونه ور سپارل شوي او د پلار تر مرګ وروسته د هغه د ټاکل کېدو پر سر په رهبرۍ کې اختلاف هم دغه ډله پاشلې ده.

فارن پالیسي لیکلي، څو اونۍ وړاندې ملاهبت الله په ناڅاپي ډول د غونډو له رهبرۍ غایب شو او پر ځای یې دغه چاره سراج الدین حقاني ته ورپاتې شوه، خو تازه سراج الدین حقاني هم په کرونا ناروغۍ اخته شوی او ټېسټ مثبت راغلی دی. اوس د رهبرۍ ډېری غونډې هم نه کېږي او د سولې خبرو په دې حساس پړاوو کې طالبان د رهبرۍ له ګډوډۍ سره مخ دي.

تر دې وړاندې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د کرونا ویروس د خپرېدو له وجې له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه چې ټولو سیمو ته خواړه او درمل په وخت ورسېږي، هغه څه چې طالبانو رد کړي او د روژې په پای کې په کویټه کې د دې ډلې د عدلیې وزیر ملا ترابي هم کرونا وواژه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply