ولی خبریالان وژل کیږي؟

نوید احمد څرک

0 611

دا یو تریخ حقیقت دی چې زمونږ ګران هیوادا افغانستان او مظلوم ولس په تیرو څلورو لسیزو کې  ډیرې ناخوالی، دردونه، غمونه، د خپلو عزیزانو له لاسه ورکول، د نورو د ناوړو اهدافو لپاره د هیواد مادي او معنوي شتمنیو له لاسه ورکول او… هغه څه دي چې له بده مرغه یې تجربه کړي او یا یې زغملي دي، چې دغه ناخوالي او دردونه لا هم دوام لري او هره ورځ مونږ خپل هیوادوال او عزیزان له لاسه ورکوو،هره ورځ مو په عامه ځایونو، حتی پر مقدسه ځایونو(جوماتونو) روغتایی او تعلیمي مراکز، پل او پلچک، بریښنایی ستنو، علماو، مشرانو، داکترانو، انجینرانو، خبریالانو، ماشومانو او ښځو باندې خونړي بریدونه تر سره کوي او له لاسه یې ورکوو، حال دا چې  زمونږ د ملکي خلکو او عامه ځایونو لپاره د دفاع او ځان ساتنې هیڅ ډول تدابیر نه وي، په عامه خایونو کې له بریدونو څخه د دښمن یواځنې موخه د خلکو تر منځ د ویري او وحشت خپرول دي او دا په انسانیت او اسلام کې تر ټولو یو نه بښوونکی عمل دی چې د اسلام او انسانیت او په ځانګړی توګه د افغانانو د دښمنانو لخوا تر سره کیږي.

لکه څنګه چې ټولو هیوادوالو په جریان کې دې چې د یادو ناخوالو او دردونو سربیره یو ځل بیا هم  افغان دښمنه او د افغانستان د پراختیا ، پرمختګ او بیان آزادی دښمنانو تیره ورځ د کابل ښار د څلورمې ناحیي په اړوندو کې د خورشید تلویزیون د کارمندانو پر موتر د ترهګریز برید په تر سره کولو سره د یاد تلویزیون دوه تنه کارکوونکي شهیدان او شپږ تنه نور یې ټپیان کړل، حال دا چې رسنۍ او یا هم  خبریالان د ولس ژبه ده او یا هم په بل عبارت داسی وایو چې رسنۍ د ولس او حکومت او ورته نورو سیاسي جریانونو ترمنځ د ارتباطی پل حیثیت لري او د ښکیلو خواوو ښه او بد غږ او عمل د خپل ولس تر غوږونو رسوي.

بله دا چې  د رسنۍ استازي او یا هم کارمندان یې په هیچا پوری تړاو نلري او غواړي چې یواځې د مظلوم ولس غږ پورته او د ټولنې حقایق هغوي ته ورسوي، خو د رسنیو دغه عمل او ریښتینولی د ځینو کړیو او ډلو ته د زغملو وړ نوي او د رسنیو کارکوونکي تر خپلو بریدونو لاندې راولي او دا هم باید وویل شي دا لومړی ځل ندی چې زمونږ د رسنیو پر کارکوونکي باندې بریدونه ترسره کیږي بلکې په دغه لاره کې زمونږ ګن شمیر هیوادپالو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د خورشید تلویزیون او یا هم نورو خبریالانو باندې برید نه یوازې چې د بیان پر آزادی برید دی بلکې دا برید پر افغان ولس باندې برید دی ځکه چې رسنۍ او خبریالان د خپل مسوولیت له مخې تل حقایقو ته لومړیتوب ورکړی او دا د افغانستان د سولې او ثبات او پرمختګ  دښمنانو ته د زغم وړ ندی او تل هڅه کوي تر څو په هیواد کې د بیان آزادی غږ خفه او له منځه یووسي. خو دا هم باید په یاد ولري چې افغان ولس به نه یوازې چې هیڅ کله هم د دوي  ناوړو موخو تسلیم نشي بلکې د هرې ورځي په تیریدو سره به د ټولنې د ناخوالو  او په ځانګړي توګه د هیواد د دښمنانو پر وړاندې د یو سپر په توګه ولاړ وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply