راتلونکی کال به د پاکستان پورونه ۱۵ بيلونه ډالر نور هم زيات شي

0 880

پاکستان په پلان کې لري راتلونکی ميلادي کال د پيسو نړيوال صندوق، اسلاميک ډيولپمنټ بانک، نړيوالو بانکونو، سازمانونو او يو شمېر هېوادونو څخه په دوه اړخيزه او درې اړخيزه مالي معاملو کې شاوخوا پنځلس بيلونه امريکايي ډالر نور پور واخلي او په دغو پيسو په کور دننه په حکومت باندې اوښتي پورونه خلاص کړي او پاکستان د تاريخ له تر ټولو بد اقتصادي وضعيت څخه پرې وژغوري.

ليکوال شهباز راڼا د پاکستان د ماليې وزارت د سرچينې له قوله ليکلي، چې اټکل کېږي د دې پنځلس بيلونه ډالرو پور ۱۰ بيلونه يا دوه پر درې برخې يې په کور دننه د لويو پورونو د ادا کولو او دولتي مامورينو ته د معاشونو ورکولو لپاره ولګول شي. دغه راز پاتې پنځه بيلونه ډالره به د هغو داخلي عمومي يا کوچنيو پورونو د تاديه کولو لپاره جلا شي چې اټکل کېږي د روان کال تر مارچ مياشتې پورې ۸۶,۴ بيلونه ډالره شوي دي.

د ليکوال په وينا، په يوه کال کې د حکومت له لوري په اټکلي ډول د پنځلس بيلونه ډالرو پور اخيستل د پاکستان د پورونو اخيستو په تاريخ کې هغه منفي ټکی دی چې د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان د لومړي وزير په دوره کې په پاکستان پسې ثبتېږي.

تر دې وړاندې د ۲۰۱۸ کال له جولای د ۲۰۲۱ کال تر جون پورې پاکستان ۴۰ بيلونه ډالر پور ترلاسه کړی دی، چې همدا اوس هم په قسطونو ورته ورکول کېږي او دوام لري.

پر دې سربېره، پر وخت د زړو پورونو نه تاديه کولو له وجې په پاکستان ۲۷ بيلونه ډالره سود راغلی او د نوي پور له وجې به هم هر کال ۱ بيلون ډالر نور سود ورکوي. په دې سره پاکستان په خپل تاريخ کې بحراني اقتصادي وضعيت تجربه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply