د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله- اومه برخه
ډاکټر عبدالرحمن زماني
د يوه افغان لخوا د پاکستان د لومړني صدراعظم د وژل کيدو د معما په هکله:
اومه برخه – وزيرستان ته د زمرک خان تگ
که له يوې خوا خانداني حکومت د انگريزانو په مرسته د پاڅون کوونکو سره د آزاد سرحد د قبايلو د يو ځاې کيدو مخه ونيوله، نو له بلې خوا يې د پاڅون کوونکو تر منځ د درز او بې اتفاقۍ په مقصد د پيسو په ورکولو سره د ځينو نامتوځدراڼو مشرانو د پيرودلو هڅې هم وکړې . په دې لړ کې، میروخان او محمد سرور واخیستل شول او د (۱۰۰۰) زر تنو جنګیالیو په راټولولو يې د زمرک خان پر ځواکونو برید وکړ. په هرصورت ، دا پلان ګټور ثابت شو، او زمرک خان ، چې د خپل قام ترمنځ د جگړې او ورور وژنې غوښتونکې نه و، د ۱۹۴۴ کال د اپرېل په مياشت کې وزيرستان ته لاړ.
د زمرک خان تر تگ وروسته، ځدراڼو د حکومت سره د روغې جوړې لپاره خپل پلاوی خوست ته ولیږه . خوحکومت د وعدې په ماتولو هغوې ټول بنديان کړل، او د زمرک خان ببرکزي د ډيرو پلويانو په نيولو سره يې پر هغوې ټولنيز فشاراو زياتې پيل کړ.
د قهريدلو ځدراڼو د نوې پاڅون څپه
د ۱۹۴۴ کال د جون په مياشت کې حکومت اعلان وکړ چې دځدراڼو د پاڅون په ټکولو او ماتولو بريالې شو . خو دې سره – سره په عمل کې د وزیرستان پولې سره نږدې سیمو کې وضعیت نا آرامه او بحراني پاتې شو، او دحکومت له چلند څخه په غوسه ځدراڼو پریکړه وکړه چې نوی پاڅون پیل کړي .
د ځدراڼو د دغې پريکړې نه وروسته په همدې مياشت کې حکومت د ځدراڼو د مشر زمرک خان د وژلو يوه بله هڅه هغه وخت وکړه، کله چې هغه په ډیر احتیاط سره د المرې په غرونو کې د سپه سالار شاه محمود خان سره د لیدو هوکړه کړې وه. کله چې زمرک خان خپلو جنګیالیو سره د شاه محمود خان سره د خبرو لپاره ټاکل شوي ځاې ته راکوز شو، نو افغان سرتیرو د دفاع د وزیر په لارښوونه پرې ډزې پيل کړې ، خو په جګړه کې برې د ځدراڼو په برخه شو. که څه هم دوی درانه تلفات ورکړل، خو (۵۰۰) پنځه سوه ټوپکې او درې ماشینګڼ يې په غنيمت ونيول . سپه سالار شاه محمود خان په خپل دې چلند سره په سيمه کې وضعیت لاهم پیچلی کړ. د افغانستان دیني عالمانو ، چې د حکومت له ظالمانه کړنو څخه په قهر او خپه شوي وو، په ښکاره ډول د پاچا د”ډالیو” او تحفو له منلو اوپه اصطلاح د یاغیانو په وړاندې د فتوا له صادرولو انکار وکړ. [1]
پر اولسي خلکو د عصري وسلو او هوايي قواوو حملې
کله چې خانداني حکومت د سيمې د خلکو د ټولو اقشارو د دښمنۍ سره مخامخ شو، نو د سرحدي قبایلو د ډارولو لپاره د سختو ډاروونکو اقداماتو کارولو ته مجبوره شو . د دې مقصد دپاره هوايي قواوو د ببرک زي د کورنۍ ټينگې کلاوې د خاورو سره برابرې کړې او د هغوې د پلويانو په شلو کلاوو يې هم رحم ونه کړ .
په ورته وخت کې، حکومتي عسکرو د ځدراڼو پر مورچلوبریدنه وکړل، خو په لومړۍ جګړه کې، حکومتي عسکرو په هغوې ډزې و نه کړې او اعلان یې وکړ چې «دوی به د خپلو مسلمانو ورونو په وړاندې جګړه ونه کړي» . په دې توګه د سردار هاشم خان حکومت نه یوازې د اصلي پاڅون کوونکو د ځپلو په برخه کې پاتې راغې ، بلکې په اردو کې هم د بغاوت له ګواښ سره مخ شو.
د زمرک خان په وړاندې د هوائي قواوو څخه کار اخيستل |
د شوروی اتحاد او جرمني د ارشيفونو پر هغو اسنادو سربيره چې د لیپیتسک د پوهنتون د ختيځ پيژندونکي، پروفيسور ډاکټر تيخانف، ترې په خپلو څيړنيزو آثارو په خاصه توگه د افغانستان په هکله د سترو قدرتونو سياست يا د سټالين افغاني جگړې کې استفاده کړې او ښاغلو طاهر کاڼي او آريانفر ژباړلي دي، د انگريزانو په آرشيف کې هم گڼ شمير د لومړي لاس داسې اسناد شته چې اوس له محرميته وتلي او دې قلم ترې په ځينو نورو ليکنو کې استفاده کړې ده. دلته غواړم د «مشت نمونه خروار» په مصداق يو څو داسې اسناد ذکر کړم چې په غريبه، بې وسه، مظلومه اولسي خلکود خپل هيواد د واکمنانو، هغه هم د يوه باندني دښمن په مالي، استخباراتي او تخنيکي مرستو، د وخت تر ټولو عصري او مدرنو وسلو او هوايي ځواکونو بې رحمانه استعمال څرگندوي .
د کابل نه د انگريزانو د سفارت نظامی آتشې د افغان هوائي ځواکونو په هکله د ۱۹۴۴ کال د مې د مياشتې د لسمې درې مياشتني ( فبروری تر اپريل مياشتو) رپوټ کې ليکي چې « د ضميمه شوي رپوټ له ليکلو راهيسې افغان هوائي قواوې د جنوبي په ولايت کې د ياغي مزرک ځدراڼ [زمرک خان ځدراڼ – زماني] په ضد استعمال شوي دي ».
د همدې رپوټ په يوې بلې پاڼې کې راغلي چې « پنځه [هاوکر] هند ډوله الوتکې او د الوتنې د روزنې ښوونځی د جنوري په شپږمه [د ژمي له امله] له کابل څخه جلال آباد ته وخوځید… له جلال آباده هند ډوله الوتکود خوست د والسوالۍ پر سر دوه اونيزې اکتشافي معلوماتي الوتنې تر سره کولې . احتمالا ددغه الوتنو مقصد دمخالف قومي مشر زمرک خان ځدراڼ پورې مربوطو قبايلود غير عادي حرکاتو معلومول او قومونو ته يادونه وه چې حکومت د وضعيت څارنه کوي .
د اپريل په ۱۹ مه څلور روميو ډوله جنگي الوتکي خوست ته واستول شوې تر څو پر هغو کلو اخطاريه پاڼې وشيندې په کومو کې چې مخالفين اوسيدل . د اپريل په شلمه او څلرويشتمه هم د افغان پوځ الوتکو د مخالفينو د کلو په سر اکتشافي الوتنې وکړی او د اپريل په ۲۵ مه هم شپږ هند ډوله الوتکې له کابله گرديز ته واستول شوې تر څو د اړتيا په صورت کې د مخالفو ځدراڼو په مقابل کې عمليات وکړي ».
په يوه بل رپوټ کې د انگريزانو نه د الوتکو د تيلو د غوښتنې په هکله لولو چې « په تيرو دريو مياشتو کې د شيرپور او خواجه رواش د پطرولو په زيرمو کې يوه اندازه زياتوالې راغلې دئ . هلته د [بريټانوي] هند نه تيل رسيدلي او د جلال آباد د هوايي ډگر دوه د زيرمې ټانکۍ هم ډکې شويدي .
د اپريل د ديرشمې او جولاې د يوديرشمې نيټې تر منځ شاوخوا (۲۰۰۰) دوه زره گيلنه د الوتکو تيل له شيرپور نه گرديز ته استول شوي تر څو د ځدراڼو په خلاف د الوتکو په عملياتو کې ترې استفاده وشي .
په اپريل کې د افغان حکومت لخوا [د انگريزانو نه ] د الوتکو د يو زر گيلنه پطرولو غوښتنه چې د هند نه د «لکې تيږې» سيمې ته ورسول شي ، وروسته ځکه لغوه شوه چې د غوښتنې په وخت کې د گرديز او خوست د متون تر منځ سړک د قامي مخالفينو لخوا بند شوې و».
په يوه بل رپوټ کې راغلي چې د مخالفو ځدراڼو په وړانډې د د الوتکو د استعمال دپاره د تيلو د کمښت د مخنيوي په مقصد د هوايي ځواکونو پر ټولو روزنيزو پروازونو بنديز لگول شوې دئ .
د کابل د سفارت نه د انگريزانو د پوځي آتشې د آگست د مياشتې په دې بل درې مياشتني رپوټ کې لوستل کيږي چې «شپږ هاوکر هند ډوله الوتکې د خوست د ناکراریو پرمهال د دښمن قامونو د وژلو او اخطاريه پاڼو د غورځولو په گډون مختلفو لويو اهدافو دپاره استعمال شوې .
د انگلستان د شاهي هوائي پوځ دپاره جوړه شوې د هاوکر هند ډوله دوه سيټه سپکه بمب غورځوونکې الوتکه چې په افغانستان کې په ۱۹۴۴ کال کې د ببرک خان ځدراڼ د زامنو او د هغوې د پلويانو په کلو او کورونو د بمونو غورځولو په عملياتو کې وکارول شوه . |
(نور بيا)
[1] .په کابل کې د شوروي سفير باکولين او انگريزانو د سفير اسکواير د 27/7/1944 نيټې د کتلو یادداشت . د روسيې د فدراسيون د بهرني سياست آرشيف، ۰د ۱۹۴۴ کال خاصه دوسيه، ۲۰۶ کارتن، ۴۷ مه پاڼه . د سټالين افغاني جگړه (تيخانوف) د آريانفر ژباړه .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320