ټاکل شوې د جون مياشتې په پنځلسمه د افغان حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ مخامخ مذاکرات پيل شي.

د مذاکراتو پر ځای تر اوږدو بحثونو او چانو وهلو وروسته بالاخره وروستي معلومات همدا دي چې دغه مذاکرات به په جرمني کې کېږي.

طالبانو په زلمي خليلزاد ډېر فشار راوړ چې د بين الافغاني مذاکراتو لپاره په افغان حکومت قطر د کوربه په توګه ومني، خو په قطر د پاکستان نفوذ دغه مذاکرات جنجالي کول او په بې طرفه ډول د دغو مذاکراتو په ترسره کولو يې شکونه زياتول.

جرمني د بن له غونډې او بيا تر ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې له افغان حکومت سره په نږدې همکاريو د افغانستان حکومت باور خپل کړی دی. دغه راز د اروپايي ټولنې په چوکاټ کې يې د سولې او ثبات په اړه د افغان حکومت د دريځ ملاتړ کړی او د سولې او جګړې په موضوعاتو کې نسبتاً بې طرفه پاتې شوی دی، ښايي همدا لامل وي چې د حکومت غوښتل دغه مذاکرات په جرمني کې ترسره شي.

همداراز ويل کېږي حکومت د خپل پلاوي د استولو لپاره ټولې چارې بشپړې کړي او ډېر ژر به مذاکراتي پلاوی هم جرمني ته روان شي.