د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د کورنۍ نیمايي غړي او زیات شمېر همکاران يې په کرونا وایروس اخته شوي دي.

صالح پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، کرونا وایروس افغانستان له جدي خطر سره مخ کړی دی.

نوموړي ویلي، حکومت په ټول توان هڅه کوي چې د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

هغه زیاته کړې، خلک باید کرونا جدي ونیسي، ځکه دغه وایروس په یو بحران بدل شوی دی.