د چارواکیو په وینا، پر سل جریبه ځمکه نږدې ۳۰۰ زره د الویرا بوټي کرل شوي، چې راتلونکې کال کې به هر جريب د درې سوه زره افغانيو په ارزښت حاصل ورکړي.

د ننګرهار وادې کرنيز شرکت رئيس عبدالقهار حيدري وايي، چې د الويرا کښت ته د دې ولايت ابُ هوا مناسبه ده او دوه مياشتې کيږي، چې دوه يې کر پيل کړی.

نوموړی وايي؛ که بزګران د الويرا کښت ته مخه کړي؛ نو د کوکنارو کښت به په هېواد کې صفر شي؛ ځکه الويرا په درملو کې کارول کيږي او بېلابېل ډوله ويټامينونه لري.

مسولين وايي زیاتوي په بازار کې الو ویرا په ښه قمیت پلورل کیږي او د یو جریبه ځمکې څخه شاوخوا درې سوه زره افغانۍ الویرا لاسته راځي .

عبدالقیوم د الویرا کرونده کې د کارګرو مسئول دی هغه وايي: ((یوه میاشت کیږي چې دا کار مو پیل کړی دی، تقریباً درې سوه زره بوټي مو کرلي دي، پلان کې ده چې پر سلو جریبو نور الوویرا هم وکرو.))

ننګرهار ته د الویرا بوټي د هرات څخه راوړل شوي دي او شاوخوا اویا بزګرانو لخوا په ځمکه کې کینول کیږي، چې په لومړي کال کې یو فصل او بیا په دوهم کال کې څلور ځله حاصلات ورکوي.