ایاز وزیر: د پاکستان پوځ غواړي طالبان بیا په وزیرستان کې راپورته کړي

0 516

د پنجشنبې په ورځ د سويلي وزيرستان واڼه سيمه کې په هغې جرګه کې جنجال شوی چې ويل کېږي بېرته طالبانو ته د وزيرستانونو د امنيت سپارلو په تړاو جوړه شوې وه.

په سويلي وزيرستان کې خبريال اسمعيل داوړ وايي، په دې جرګه کې د وزيرستان لپاره د عوامي نشنل پارټۍ استازي اياز وزير په جرګې انتقاد وکړ چې د پاکستاني استخباراتو تر اغېز لاندې ده او له هغوی سره په ګډه کار کوي چې وزيرستان بېرته طالبانو ته وسپاري.

اياز وزير په جرګه کې وويل:«د پاکستاني رياست تر نفوذ لاندې ملکان او قومي مشران حق نه لري د دې سيمې د خلکو سرنوشت د پاکستان په خوښه طالبانو ته وسپاري. په تورو ښيښو کې د ګرځېدونکو کسانو له لوري ټارګېټ کېلېنګ يا هدفي وژنې د چا په اشاره او امکاناتو کېږي؟ طالب څوک دی او ولې پښتانه نفوذي کسان د رياست لپاره په نښه کوي؟»

سره له دې چې جرګې سمدستي د خپلو نفوذي عناصرو له لوري د اياز وزير د دې څرګندونو په غبرګون کې په هغه لس لکه پاکستانۍ کلدارې جرمانه او د هغه د کور ورانولو فيصله کړې، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو د اياز وزير څرګندونې حقيقت بللې دي او د هغه په ننګه راوتي دي. دغو خلکو خبرداری ورکړی که ملکان او قومي مشران د اياز وزير خلاف خپله اورول شوې فيصله بېرته وانخلي پر وړاندې به يې راووځي: «موږ په هېڅ صورت چاته اجازه نه ورکوو، چې د وزيرستانونو د امنيت ساتلو مسووليت طالبانو ته وسپاري. طالب څوک دی؟ طالب د پاکستان پوځ دويم نوم دی او په دې ډول دوی غواړي دغلته د طالبانو په پرځای کولو سره د پښتون ژغورنې غږ تت کړي او مخه يې ونيسي

وروسته له هغه چې په وزيرستانونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ رسا شو او دغلته د پاکستاني پوځیانو اهداف او برنامې خنثی شوې اوس استخبارات هڅه کوي بېرته طالبان راپورته کړي او په دې ډول د پښتون ژغورنې غورځنګ مخه ډب کړي او وزيرستان د خپلو وسله والو د روزنې لپاره د يو سېف زون يا خوندي ساحې په توګه وکاروي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply