طالبان او افغان دولت مذاکرات

ذبیح الله خورشیدي

0 581
طالبانو او افغان حکومت ترمنځ به نهايت کې اوه پړاونو کې خبرې په دوراني شکل وشي، سره له دې چې ستونزې او پېچلتياوې ښې ډېرې دي.
د خبرو لومړى پړاو به تر دېره تعرفي وي.
ممکن د معصوم ستانکزي په مشرۍ او ياهم د مصالحې د عالي شورا د مشر ښاغلي عبدالله په مشرۍ يو پلاوى دوحې ته لاړ شي.
په زيات احتمال سره چې لومړى پړاو خبرې قطر کې پيل شي،د قطر امير غوښتنه هم داده.
چين او روسيه په دوحه کې د خبرو سره دلچسپي نه لري.
هند پاکستان او ايران به خاص مشکل ونه لري.
دويم پړاو خبرې به المان کې پيل شي،د دې لپاره جرمني له وړاندې تيارى نيولى دى او دا ډول خبرو ښه تجربه لري.
جرمني له افغان حکومت ،طالبانو او امريکا سره له وړاندې مالوماتو تبادله کړې ده.
درېيم پړاو خبرې به ناروې کې ترسره شي خارجه وزارت يې له وړاندې چې کله د طالبانو او امريکا خبرې پاى ته ورسېدې ،نو دوى هم خپله لېوالتيا ښکاره کړه .
څلورم پړاو خبرې  به ازبکستان کې ترسره شي.
په سيمه او ګاونډ کې دا هغه هېواد دى چې ازبکستان اسلامي جنګيالي او چيچنايان افغانستان کې په جګړه بوخت دي.
ازبکستان د اقتصادي ټيکاو په برخه کې مرکزي اسيا کې هڅه کوي افغانستان ته خپل محصولات زيات کړي.
پنځم پړاو خبرو  کوربه توب به پاکستان وکړي، دا هېواد د جګړې اړخ دى او زياته تمه او ميد يې داده چې افغانستان په مسايلو کې زيات دخيل شي، امريکا سره يې هم مرسته وکړه
پاکستان په سيمه او افغانستان کې د هند له زيات فعال روله اندېښنه لري چې د دوى ستراتيژيک عمق ننګول کېږي.
چين به هڅه وکړي پاکيستان وهڅوي چې ښه رول تر سره کړي.
شپږم پړوا خبرې اترې به يا چين او ياهم مسکو کې پيل شي.
دواړه طالبانو او افغان حکومت سره نږدې مساوي اړيکې لري.
چين بريالى نه شو،چې تېر کې د مسکو په څېر طالبان او سياسيونو غونډه جوړه کړي،امريکا په دې برخه کې د چين غونډه وننګوله.
چين او مسکو د امريکا قوت په سړو مغزو تجربه کړ او د داعش ايتلاف مخه يې په طالبانو ونيوله چې پراخ نه شي.
اووم پړاو خبرو ځاى به افغانستان وي.
د طالبانو مرکچي پلاوى به د خاص پروتوکول له مخې طالبانو ته د امن ځاى برابروي.
اوس مهال د بنديانو تبادلې يو نسبي باور رامنځ ته کړى دى.
خليل زاد تازه سفر کې د تاوتريخوالي په کمښت او يا هم په يو عمومي اوربند خبرې کړي چې طالبان او افغان حکومت يې تايد کړي.
ټول ټال خبرې ممکن يو کال يا زيات وکم ونيسي.
خداى دې سوله راولي
درناوى

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply