هڅه او بریا، خامخا ولولئ

حامد واحدي

0 2,364

کېدای شي د ډېرو بریالیو کسانو د ژوند کیسې مو لوستې وي؛ خو هومره الهام بښونکې به نه وې او ښايي فکر مو کړی وي چې بریا تر ډېره د چانس خبره ده او له بریالیو کسانو سره یوازې د دوی چانس یاري کړې چې د غرونو په څېر سترې ستونزې یې شا ته پرېښې او د بریا د ښاپېرۍ په ښکلولو توانېدلي دي.

خو حقیقت داسې نه دی، بریالي کسان ځان ته موخې ټاکي او له کوچنیو موخو یې پیلوي. لومړی د ځان له پاره داسې موخې ټاکي چې په ترلاسه کولو کې یې پر ځان پوره باور لري. هر ځل چې دغو کوچنیو موخو ته رسېږي، پر ځان باور یې لا ډېرېږي او له یادې موخې د لږ څه لویې موخې تکل کوي. همدا چاره ورسره د بریا لوړو پوړیو ته د ځان رسولو په برخه کې مرسته کوي او هر ځل خپلې وچې شونډې د انګېزې د رڼې چینې په سړو اوبو ږدي.

لنډه دا چې پر ځان باور، د مسوولیت احساس، پرېکړه او کاري وجدان د بریا څلور ګوني عوامل دي چې په څنګ کې ورسره «همېشنی کار او هڅه» بریا ته زموږ لاسرسی تضمینوي. همدا حقیقت د (هڅه او بریا کتاب) نچوړ دی.

د هېواد د پیاوړي لیکوال، ژورنالېست او زما استاد ښاغلي حبیب وقار د هڅه او بریا کتاب په ۲۰۰ مخونو کې د زر ټوکه په شمېر، تېر کال چاپ او بازار ته وړاندې شو. په کتاب کې د درېیو سریزو تر څنګ زموږ د چم ګاوڼد د ۲۱ هغو اتلو ځوانانو ژوند او تجربې د زړه راښکونکو کیسو په بڼه ذکر شوې دي چې ستونزې یې ګاللې دي؛ خو اوس خوشاله، ارام او له بریاو ډک ژوند لري. دوی نه یوازې د خپل ځان له پاره نېکمرغه او ویاړلی ژوند جوړ کړی؛ بلکې د ټولنې او هېواد په چوپړ کې یې هم ډېره ونډه اخیستې ده.

دا کتاب د تنکیو ځوانانو، پېغلو او ماشومانو د زده کړې او بریا له پاره ډېر څه لري؛ ځکه دوی د زده کړو، کار او زیار پوره انرژي لري او همدا یې وخت دی چې د ژوند ګڼ شمېر هنرونه، حرفې، مسلکونه او کسبونه زده کړي، لوړې زده کړې بشپړې کړي او د یو روښانه راتلونکي پر لور د ځان او هېواد له پاره کار وکړي؛ ترڅو په دې توګه خپل ځان، کورنۍ، ټولنه او بشري نړۍ له اوسنیو ناخوالو وژغوري او د ویاړلي ژوند بنسټ کېږدي.

لیکوال په یاد کتاب کې تر ډېره هڅه کړې چې د دغو اتلانو د ژوند ټول اړخونه، سختۍ، هڅې او برياوې را وسپړي او لوستونکی د دغو ځوانانو له ستونزو، مقاومت، کلک هوډ او استقامت څخه خبر کړي؛ ترڅو پوه شي چې هېڅ بریالی کس له ستونزو او کړاو ګاللو پرته بریا ته نه دی رسېدلی.

ژوند لوړې ژورې لري، هغوی چې له ژونده ستړي شوي او یا بې مانا او بې موخې ژوند تېروي؛ (هڅه او بریا کتاب) دې ولولي، دا کتاب د کابل په ميرويس ميدان (کوټه سنګي) کې د اکسوس، سمون، سروش، جهان اسلام او د ولاياتو په ټولو کتاب پلورنځيو کې موندل کېږي؛ د کتاب په لوستلو سره دې د دغو ۲۱ اتلانو ژوند ځان ته مخ بېلګه یا الګو وګرځوي، د بریا خوند دې وڅکي او د خپل ژوند تیاره اړخونه دې د دغه کتاب په ډېوو سره روښانه کړي، هېڅکله دې نه ناهیلي کېږي؛ ځکه له هرې تیارې وروسته رڼا شته!

په درنښت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply