پاکستان د طالبانو د نکاح پلار

عبدالمنان توحیدیار

0 868

افغانستان هغه مهال سولې ته رسیدلی شي چې پاکستان سره سوله وشي، کله چې له پاکستان سره سوله وشوه، طالبانو سره سولې شوې وبولئ.

طالب د پاکستان روزل شوي ملیشې دي او هر هغه څه چې د پاکستان پالیسي ده، طالب یې تطبیق کوي او کله چې پاکستان وغواړي چې د طالبانیزم پروژه پای ته ورسیږي، هر څه پای ته رسیږي.

دا په ډاګه شوې چې طالب خپلواک نه دی او نه د سولې صلاحیت او واک لري، کنه لږ ترلږه خو به یې د پاکستان په اړه یو ځواب ویلی وی چې هر کله پاکستان وایي، پر طالبانو نفوذ لري.

د پاکستان نږدې ټولو مشرانو په دې اعتراف کړی چې پاکستان د دوی د ګټو لپاره رامنځ ته شوې ډله ده او تر هغې یې ملاتړ کوي چې تر څو د پاکستان ګټې افغانستان کې خوندي شي.

دا اعترافونه رسنیو کې له مرکو رانیولې بیا تر کتابونو شوې دي، خو طالب هیڅ یو پاکستاني مشر دا څرګندونې رد نه کړي چې ګنې پاکستان دروغ وایي او دوی هیڅ ډول د پاکستان تر اغیز او نفوذ لاندې نه دي.

اوس چې امریکا غواړي د سولې پیل شوې پروسه بریالۍ کړي، هڅه یې دا ده چې تر هر څه لومړی د پاکستان پوځ څخه په دې برخه کې ډاډ ترلاسه کړي چې ایا تر سولې وروسته خو به طالبان بیا جګړې ته نه هڅوي.

د امریکا اندیښنه همدا ده چې که د طالبانو سیاسي مشران سوله وکړي، نو جنګي قومندانان به یې سولې ته راځي او که نه، ځکه جنګي طالبانو ته اوس ټول امکانات د پاکستان پوځ او استخبارات برابروي او د سیاسي طالبانو په مقابل کې ډير زور او نفوذ لري.

امریکا چې له یو څه اندیښنه لري، هغه  دا چې که سوله کیږی، باید جګړه پای ته ورسیږي او جګړه هغه مهال پای ته رسیږي چې پاکستان له نااعلان شوې جګړې راوګرځي.

خلیلزاد په همدې تړاو څو ځل اسلام اباد ته سفرونه کړي او په دې تړاو یې خپله خبره له پاکستاني لوري سره شریکه کړې ده، همدا لامل و چې د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه کابل ته راغی او دلته یې له ولسمشر غني او د مصالحې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره ولیدل.

که څه هم د افغان سولې پروسه کې پر پاکستان باور نه شي کیدلی، خو دا چې اوس دا پروسه امریکا خپل مسوولیت ګرځولی، نو کولی شي چې پاکستان ځینو برخو کې مجبور کړي چې له افغان لوري سره د خبرو حل ته ورسیږي.

خلیلزاد زیات تمرکز پر دې دی چې د سولې پروسه کې د پاکستان خبره واخلي او دغه راز د هغوی په اندیښنو او راتلونکي برنامه باندې ځان خبر کړی.

تر ټولو لویه اندیښنه دا ده چې که طالبان د پاکستان له خوښې پرته سوله وکړي، جنګي ډلې به ترې پاکستان وګرځوي او تر یو بل نوم لاندې به افغانستان کې جګړه دوام پيدا کړي.

دا چې تر نن د سولې پروسې پایله نه ورکوله، لامل دا و چې طالب خپلواک نه دی او هيڅکله ځان د پاکستان له انحصار نه شي خلاصولی، طالبانو په ښکاره خلیلزاد ته ویلي چې د سولې پروسه کې د پاکستان خبره واوري او په دې یې راضي کړي چې نور باید جګړه پای ته ورسیږي.

له همدې کبله د سولې پروسه کې پر پاکستان تمرکز زیات دی او د ولسمشر هغه خبره رښتیا کیږي چې پاکستان سره سوله تر طالب لومړی دی او کله چې پاکستان سره سوله وشوه، د جګړې حل پیدا کیږي او د سولې پروسه بریالۍ کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply