طالبانو د منار جام نړولو لپاره سيمه محاصره کړې

0 707

په غور کې د منار جام په سيمه کې سلګونه طالبان راټول شوي او د منار ساتونکې پوستې يې محاصره کړې ده.

د دې پوستې يو سرتېري د ټليفون په لیکه وويل، که عاجله مرسته او اضافي سرتېري ورته ونه رسېږي د منار د نړېدو ګواښ جدي دی: «زموږ د معلوماتو پر اساس زموږ شاوخوا زر کسه طالبان راټول شوي دي. دوی د منار جام د نړولو په هڅه کې دي. دوی بمونه جوړ کړي او پروګرام يې دا دی چې د منار لاندې ورته انفجار ورکړي.»

په دې وروستيو کې راپورونه دا دي چې ايران پلوه طالبانو په هرات، فراه، نيمروز، غور او يو شمېر نورو ولايتونو کې د تاريخي ابداتو پر سيمو تمرکز زيات کړی او دا دی اوس پلان لري منار جام ونړوي. دغه راز  ګاونډيو هېوادونو ته د تاريخي اثار قاچاق هم زيات شوی دی.

تېره اونۍ د هرات پوليسو يو قاچاقبر ونيوه چې غوښتل يې پخپل بېک کې يو شمېر کوچني تاريخي اثار په پټه ايران ته قاچاق کړي.

امنيتي ادارو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply