د عارف وزير څلوېښتي؛ پښتون ژغورنې غورځنګ ټوله نړۍ کې لاريونونه کوي

0 714

 پښتون ژغورنې غورځنګ د دوی د غړي عارف وزير د وژنې د څلوېښتي په مناسبت په ټوله نړۍ کې پخپلو پلويانو د لاريونونو غږ کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين پخپل فېسبوک او ټویټر ادرسونو ليکلي: «نن/ جمعه د عارف وزير د شهادت څلوېښتمه ده. ملګري دې روغتيايي لارښوونو ته په پام هر ځای کې لاريونونه راوباسي

عارف وزير څلوېښت شپې وړاندې د نامعلومه وسله والو له لوري په يو هدفي برید کې وويشتل شو او تر شديد ټپي کېدو وروسته يې ساه ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له پاکستاني رياست د هغه د وژنې د عاملينو غوښتنه کوي او خبرداری ورکوي، تر هغو چې پوځ په وزيرستان کې له خپلو پلانونو لاس نه وي اخيستی دوی به ارام نشي.

عارف وزير په وزيرو او ټولو پښتنو سيمو کې د پاکستاني سياست کلک منتقد و او ترهګرو ته د مالي اسانتياوو برابرولو له امله يې پر پاکستان انتقاد کاوه. تر عارف وزير وړاندې د هغوی د کورنۍ ګڼ نور غړي هم د پاکستان پوځ ته د وفاداره وسله والو له لوري په هدفي بريدونو کې وژل شوي دي، خو د نوموړي د تره زوی او د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړی علي وزير وايي، د پوځ دغه فشارونه او ظلمونه دوی له خپل هدف، چې په پښتني سيمه کې د امنيت او انکشاف غوښتونکي دي، نشي ګرځولی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply