پاکستاني ملېشو د مُقبل درې نیولو لپاره له طالبانو سره لاس یو کړی

0 622

د مُقبل درې د انځرګي کنډاو له لارې لسګونه پاکستاني پوځيان په ملکي جامو کې د طالبانو ملاتړ ته رسېدلي دي.

د پکتیا په پټان ولسوالۍ کې امنیتي مسوولین وایي، دغلته د بریدونو د زیاتېدا لامل دا دی چې پاکستاني پوځيان د ملکیانو په جامه کې له انځرګي کنډاو څخه را اوښتي او د طالبانو په ملاتړ پر افغان پوستو بریدونه کوي.

د پټان ولسوالۍ مسوولین هم دغه راپورونه تائیدوي او په وینا یې، د وسله والو وروستۍ ټولې هڅې د تهاجمي بریدونو زیاتېدا لپاره دي.

د پټان ولسوال سید محمد احمدزی وایي: «د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ټوله هڅه دا ده چې د پخوا په څېر په دې درې تصرف وکړي او له کرمې ایجنسۍ څخه د انځرګي کنډاو له لارې په ډیورنډ کرښه افغانستان ته را واوړي.»

د مُقبلو دره دوه کاله وړاندې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له طالبانو ونیوه او یو وار بیا هغوی د پاکستاني ملېشو په مرسته هڅې پیل کړي چې بېرته یې تصرف کړي.

له طالبانو سره د پاکستاني ملېشو د مستقیمې همکارۍ په نتیجه کې همدا دوه اونۍ وړاندې په یوه برید کې په دې دره کې د یوې پوستې ۱۴ افغان سرتېري ووژل شول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply