خټک: د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پالیسي جنرال باجوه انحصار کړې

0 593

د پښتونخوا مخکښ پښتون سیاستوال افراسیاب خټک ویلي، د افغاستان حکومت دې له ایران او پاکستان څخه ډېره زیاتمه تمه نه لري.

خټک په خپله تازه مرکه کې ویلي، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان سیاست جنرال باجوه انحصار کړی دی او ملکي حکومت په کې کوم رول نه لري.

د هغه په وینا، پاکستان ځکه له افغانستان سره رښتینی نه دی چې تر اوسه یې خپله خاوره کې د طالبانو اډې له منځه نه دې وړي.

نوموړي زیاته کړې، د طالبانو پلان دا دی چې له افغانستانه امریکايي ځواکونه بهر او سیسټم له منځه یوسي.

خټک څرګنده کړې، پاکستان په خوله یوه خبره کوي، خو عمل کې بیا بل څه کوي، ځکه تر اوسه یې په دې اړه غوڅ دریځ نه دی څرګند کړی.

د نوموړي په وینا، د پاکستان د پوځ یو شمېر جنرال افغانستان کې له ولسواکۍ سره جوړ نه دي او له دوی باید تمه ونه شي.

هغه وايي، پاکستان باید د افغانستان حکومت د خپلواک نظام په توګه وپېژني، که داسې ونه کړي وضعیت به خراب وي.

افراسیاب خټک وویل، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې لپاره زیات مثبت کارونه کړي دي او باید وستایل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply