یوې موثقې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط څرګنده کړه، چې د افغانستان ملي امنیت د ای اس ای دا جاسوسان په کابل او دوه نورو ولایتونو کې نیولي دي، خو سرچینې د پاتې دوو ولایتونو نوم وانخیسته.

سرچینې وویل” د افغانستان ملي امنیت اداره د هغو کسانو د پېژندلو او نیولو جدي هڅې روانې کړي دي، چې ای اس ای او سپاه پاسداران ته جاسوسي کوي، دا نیول شوي کسان خطرناک و او روزنه هم ورته پاکستان کې ورکړل شوې وه.”

تېر کال هم ملي امنیت هغه کس نیولی و چې په یو مهم ځای کې یې کار کوه او ای اس ای ته به یې جاسوسي کوله.

سرچینې زیاته کړه، په نیول شویو کې اردو ژبي هم موجود دي، دوی په مختلفو نومونو افغانستان ته تللي و او هلته یې بېلا بېلو جامو کې ورکړل شوي ماموریتونه ترسره کول.

د مالوماتو پر اساس، “نیول شویو جاسوسانو کې داسې کسان هم موجود دي، چې له ۵ تر ۷ کلونو يې دلته جاسوسي کړې ده، پټ اطلاعات به یې شریکول او مالومات به یې له ځانه سره پاکستان ته انتقالول.”

بلخوا، په دې وروستیو کې د تاجکستان د ملي امنیت ادارې د افغانستان د څارګرې ادارې فعالیتونه ستایلي دي.

د یاد هېواد د ملي امنیت ادارې مشر له یو تاجکستاني ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، دوی اوس ډاډه شوي چې زمونږ پولو ته ګواښ موجود نه دی، ځکه مونږ له افغانستان سره امنیتي همکاري لرو او د افغانستان د ملي امنیت استخباراتي څانګې تر بل هر وخت زیاتې فعاله شوې او پېښېدونکي تهدیدات پر وخت خنثی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان څارګرې ادارې په دې وروستیو کې د کابل په شمول کندهار، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د داعش د مشرانو خلاف سخت او پېچلي عملیات ترسره کړل چې له امله یې د دې تروریستي ډلې لسګونه مهم مشران او جنګیالي ونیول شو.