د طالبان او حقاني شبکې تر منځ شدید اختلافات

0 731

نوید احمد څرک

غونډه په کویټه کې کونسل ګهرۍ او زرغون روډ ته څېرمه په کويټه سرینا هوټل کې د افغان سولې په تړاو تر سره کېده. لومړی خو دا، چې طالبانو ځکه ناستې ته دا ځای ټاکلی دی، چې په خپل منځ کې یې پر یو بل باور نه و. وېرېدل، چې کوم برید یا چاودنه و نه شي؛ پوځ د دوی د ډاډ لپاره سیرینا کويټه هوټل ورته خالي کړی وو.

په غونډه کې له پېښوره د راغلي حقاني شبکې پلاوي په سوله کې پر خپل مشرتوب او ریاست ټینګار کړی، چې له کويټې شورا یې یواځینی ملاتړی د ملا عمر زوی ملا یعقوب و. دا کار د کويټې شورا د غړو له سخت غبرګون سره مخ شو.

د غونډې یو ګډونوال وايي د کويټې شورا یو غړی ودرېده او پرلپسې یې د حقاني ډلې کمزورۍ او د کويټې شورا اتلولۍ بیان کړې.

ملا یعقوب، چې د حقاني شبکې پلوي دی په هماغه ځای یې د حقاني شبکې ملاتړ کړی او د کویټې شورا کوم غړي ته یې سپکې سپوري ویلې دي.

تر منځ یې پوځ ښکېل شوی او دوی یې بېل کړي. د باندې په راوتو کې د کويټې شورا ځینو غړو پر پوځ او له پېښور پر راغلي پلاوي ډزې کړې. ویل کېږي، دا چې دوی په زري موټرو کې و کوم زیان نه دی وررسېدلی.

اوس د پاکستان پوځ د امریکا په اشارو د دوی تر منځ منځګړیتوب کوي؛ خو د کویټې شورا غړو ټینګار کړی، چې په افغان سوله کې به د حقاني ډلې ریاست و نه مني.

دا لومړی ځل ندی چې د طالبانو تر منځ د جدي اختلافاتو خبرونه ورکول کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply