سوله او ثبات د چا په ګته نه دي؟

عبدالمنان توحیدیار

0 605

په افغانستان کې ګڼو نظر پوښتنو ښودلې، چې سوله د دغه هېواد د خلکو تر ګردو لومړیتوبونو مهم لومړیتوب دی.

دا لومړیتوب د یوه اوږده ناورین داستان بیانوي؛ د هرې کورنۍ د څو غړو د وژل کیدو، ورکیدو او بې سرنوشتۍ داستان، د یوه تاریخي ملت د کډوالۍ، بې نظامۍ، محتاجۍ، دربه درۍ، ذلالت، بې عزتۍ، لوږې، نیشه یي اعتیاد، خپلمنځیو جګړو، کور په کور رواني ستونزو او سلګونه نورو بدمرغیو داستان!

له دې سره په وروستیو څو کلونو کې مختلفو هڅو دا ملت د دغه اوږده بحران ختمیدو ته هیله من کړی.

له حزب اسلامي سره د سولې تړون له کامیابیدو وروسته افغانان طالبانو سره هم د سولې هڅو کامیابیدو ته هیله من شوي.

دوی که څه هم د حزب اسلامي په شان طالبانو نه هم زړه کې زر بدې خاطرې لري، خو له سولې پرته د روان بحران ختمیدل بل څه کې نه ویني.

د ملت دومره هیله مندیو سره لیدل کیږي، چې د سولې دا هڅې یو ځل بیا په لوړه کچه ګواښونو، توطیو او شخصي استفادو سره مخ دي .

د سولې د روانو هڅو له پيل سره چې له ډېره بده مرغه د افغانانو پرځای طالبانو له امریکایانو سره شروع کړې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد ګڼو تورونو سره مخ شو.

په خلیلزاد هغه وخت داسې تورونه ولګیدل:

– د سولې هڅو نه افغان حکومت څنډې ته کول غواړي.

– طالبانو سره د خپلو خبرو جزیات افغان حکومت او خلکو نه پټوي.

– افغانستان ته د سولې راوستو پرځای په دې لټه کې دی چې تش په نوم طالبانو سره یو جوړجاړی وکړي او د امریکا ټاکنو کې د ټرمپ بیا بریالیتوب ورسره یقیني شي.

– طالبانو سره یې د موقت حکومت جوړولو توافق کړی او حتا علاقه لري، چې مشري یې د یوه افغاني الاصله امریکایي په حیث پخپله پر غاړه واخلي .

– خلیلزاد د امریکا پارلمان، پالیسي جوړونکي او ملت هم تېرباسي او د سولې ماموریت کې د خپل تش په نوم بریالیتوب لپاره دروغ ورته وایي.

د یادو تورونو په پورې کولو کې د نورو افغانانو ترڅنګ د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم شامل و.

هغه مهال چې لا ټاکنې نه وې شوې او امریکا، پاکستان او د دوی په خوله یو شمېر سیاستوالو د ټاکنو د ځنډ او لغوه کیدو غوښتنې لرلې، محب تورن شو چې خلیلزاد سره د حکومت د سیاسي ستونزو له کبله داسې خبرې کوي .

اوس تازه د افغان حکومت یوه مشهور سیاسي مخالف او د ملي امنیت پخواني ریس رحمت الله نبیل هم پر خلیلزاد تورونه لګولي دي .

نبیل په یوه تلویزوني مرکه کې ویلي چې د افغانستان د سولې په اړه پر زلمي خلیلزاد ، امریکا او پاکستان شک لري .

د نوموړي په خبره ، امریکا پاکستان سره د خپلو ګټو لپاره د افغانستان پر سولې معامله کړې ده او د دې معاملې یو مهم ګټه اخیستونکی د امریکا نماینده زلمی خلیلزاد دی .

خلیلزاد تورن شوی چې زوی یې د یوې نړیوالې نفتي کمپنۍ د سیمې مسول دی او خلیلزاد د خپل زوی د میلیاردونه ډالرو ګټو لپاره طالبانو سره د افغانستان د سولې په نوم په خطرناکې معاملې اخته دی .

د ملي امنیت پخواني ریس د خلیلزاد په اړه دا هم ویلي چې پاکستان سره په معامله کې یې طالبان هم په مختلفو ډلو وېشلي او په هغه شرمناک برخلیک یې اخته کوي په کوم چې امریکا او پاکستان د ډاکټر نجیب د حکومت له سقوط وروسته جهادي مشران اخته کړي وو .

څه موده مخکې یو شمېر سیاستوالو امریکا نه غوښتنه کړې وه چې د افغان سولې لپاره له خپلې نمایندګۍ څخه زلمی خلیلزاد ګوښه کړي .

د خلیلزاد د ماموریت په باره کې د امریکا د ولسي او مشرانو جرګې استازو هم څو ځله توند غبرګونونه ښودلي او هغه یې مشکوک او بې اعتباره استازی ګڼلی دی .

چې داسې ده او یو شکمن سړی د یوه هیله من ملت د سولې هیلې په قمار وهل غواړي لازمه ده چې د افغانستان د سولې ، بقا او ثبات ټول کورني او بهرني مدافعین د نړیوال تروریزم په مرکز د دغه هیواد د بیا بدلیدو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي .

دوی ته ښایي چې د خلیلزاد په اړه قوي غږ پورته کړي او د امریکا او پاکستان د هغې معاملې په مقابل کې کلک ودریږي چې د ښاغلي نبیل په وینا د افغان سولې په نوم یې سره کړې ده .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply