د ولسي جرګې غړی: نن مې زیات کوچیان ووژل

0 1,604

په داسې حال حال کې چې د اساسي قانون پر اساس د ولسي جرګې غړي د حکومت په کړنو د نظارت دنده او مسوولیت لري؛ خو ولسي جرګه کې د میدان وردګ ولایت د خلکو استازی غلام حسین ناصري چې په قومي تعصب تورن دی، نن خپله ټوپک په اوږه او د کوچیانو وژلو لپاره د جنګ میدان ته تللی و.

هغه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، په ګلوله دښته کې نن سخته جګړه روانه ده، تر اوسه مې زیات شمېر کوچیان وژلي دي.

د ولسي جرګې د دغه وکیل وروستیو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وایي، غلام حسین ناصري د سیمې د استخباراتو په ځانګړې توګه د سپاه پاسداران په لار ښوونه افغانستان کې کورنیو او قومي جګړو ته لمن وهي.

دا په داسې حال کې ده چې د محقق د ګوند فعاله نامسووله وسله وال قوماندان علیپور هم میدان وردګ ولایت کې پر خلکو ظلم روا ګڼلی دی.

هغه په تازه پېښه کې د یو ودانیز او سړک جوړونې شرکت مسوولین وهلي، پیسې يې ترې شکولې او ماشینري يې ورته سوځولې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply