بولټن د افغانستان په اړه د ټرمپ او خلیلزاد سیاستونه رسوا کړل

0 861

د امریکا د ملي امنیت مخکیني سلاکار جان بولټن په خپل تازه چاپ شوي کتاب کې لیکلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد له ټاکلو سره جمهور رییس ډونالډ ټرمپ همغږی نه و او نیوکې يې پرې کولې.

بولټن په خپل کتاب کې زیاته کړې، مخکې له دې چې خلیلزاد افغان سولې لپاره استازی وټاکل شي، واشنګټن ته یې ویلي وو چې طالبان غواړي ټرمپ سره سوله وکړي

هغه لیکلي” خلیلزاد مې دفتر ته راغی، راته يې وویل ځينې کسان ادعا کوي چې زه د طالبانو په استازیتوب خبرې کوم، ما دغه مسله له نورو امریکايي چارواکیو سره هم شریکه کړې ده، خو وروسته زه پرې پوه شوم چې خلیلزاد واقعآ هم د طالبانو په مخفي چینل بدل شوی دی.”

د کتاب په یوه بله برخه کې همدا راز بولټن د ټرمپ په هغه سیاست هم نیوکه کړې چې له مخې يې ټول امریکايي سرتېري له افغانستانه باسي.

هغه لیکلي، که څه هم ټرمپ ټولو ګواښونو ته متوجه دی او درک کوي یې، خو بیا هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو ټینګار کوي، هغه څو وارې له ما، پامپیو او د وخت دفاع وزیر جیمز متیس سره کتنه کې زمونږ خبرې کټ او زیاته به یې کړه چې ټول سرتېري باسم.

د بولټڼ په دې کتاب کې راغلي، ټرمپ سره مې څو وارې جلسه کې وویل چې افغانستان کې زمونږ حضور مهم دی، دې جلسه کې د وخت دفاع وزیر متیس هم راسره و، هغه وویل د داعش ګواښ پر ځای دی، خو ټرمپ په غوصه حالت کې وویل چې پرېږدئ روسیه دا دنده پر مخ یوسي.

کتاب کې همدا راز ویل شوي، په هر قیمت چې کېږي ټرمپ له افغانستانه خپل سرتېري باسي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply