طالبان د ترهګرو ډلو سر لښکر

عبدالمنان توحیدیار

0 825

دې کې شک نشته چې طالبانو په بیلابیلو ولایتونو کې د جګړو له کبله بهرنیو ترهګرو ډلو ته د دې زمینه برابره کړې چې ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي.

بهرنیو ترهګرو ډلو کې اکثریت یې د پاکستان روزل شوې ډلې دي چې لشکر طیبه، لشکر جهنګوي، جیش محمد، سپاه صاحبه یادونه دلته کولی شو، دا ډلې اکثریت ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې فعالیت کوي او طالبان ترې ساتنه کوي.

د دې ډلو اکثریت غړي او وسله وال یا د پنجاب د پوځ متقاعد افسران دي او یا د ای ایس ای روزل شوي سخت دریځي دي چې افغانستان کې هر ډول وحشت او ویجاړی کوي چې هیڅ دین او مذهب کې نه وي.

دا له طالبانو سره د پاکستان معامله ده او طالبان مجبور دي چې له دې ډلو ساتنه وکړي او تر خپل فعالیت لاندې سیمو کې ورته خوندي ځای ورکړي.

ما د شنبې په ورځ راپور ولید چې کونړ دانګام ولسوالۍ کې د لشکر طیبه ډلې ۱۱ کسیزه ډله باندې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات کړي چې ۵ پکې وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

په دې عملیاتو کې له نیکه مرغه نه افغان ځواکونو او نه هم ملکي وګړو ته زیان اووښتی، ملي امنیت ځانګړو ځواکونو هدف لاس ته راوړی دی او د دې ډلې وسلې او مهمات یې له منځه وړي دي.

دا یوه بیلګه ده چې ښکاره مالومه شوه چې دا د لشکر طیبه ډلې کسان و او کونړ او نورو سیمو کې یې ورانکاري فعالیتونه کول، دا کسان هغه سیمه کې په نښه شوي او له منځه تللي چې هلته طالبان فعالیت کوي.

داسې لسګونه نورې پېښې شته چې د دې ډلې سخت دریځي د طالبانو په نوم او یا د طالبانو لیکو کې فعالیت کوي او ځینو سیمو کې د طالبانو د قومندي مشري هم پر غاړه لري.

د طالبانو سیاسي مشران ډیر کله دې نه خبریږي چې د جګړې قومندانان یې له ای ایس اس سره نورې کیسې لري او مشران یې پرې نه دي خبر.

ای ایس ای زیاته پانګونه ځایي قومندانانو باندې کوي او له اکثریت سره یې مستقیم تماس لري او د جګړې لارښوونې ورته کوي.

همدا ډلې د لشکر طیبه او نورو ترهګرو ډلو په نوم دي، همدې ډلو کې د پاکستان پوځ روزل شوي کسان شته چې هم د طالبانو د قومندانانو اړیکې له پاکستان سره پالي او هم ورته امکانات برابروي.

دا ډلې په ډير فریب سره د پاکستان اکثریت سیمو کې د چندې مرکزونه جوړوي او دا پيسې بیا افغانستان کې ترهګرو ډلو ته ورکوي چې ګنې له خلکو یې چنده کړې، خو ښکاره خبره دا ده چې ټول امکانات د پاکستان استخباراتي اداره ورکوي.

که بهرنۍ ترهګرې ډلې طالبانو کې مدغم نه وی، یا طالبانو ورته بستر نه وی برابر کړی، یوه ورځ هم له افغان ځواکونو خوندي نه شول پاتې کیدلی، یا به وژل کیدلی، یا به نیول کیدلی او یا به بیرته خپلو وطنونو ته په تيښته مجبور کیدلی.

افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې ټولو ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي او له پښو یې وغورځوي، خو همدا طالبان دي چې بهرنۍ ترهګرې ډلې یې تر خپلو وزرو لاندې ساتلي او پر دې ترهګرو ډلو باندې هر برید کوونکو مخې ته طالبان دریږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply