د کابل په شمالي کې د آی اس آی د پښو خاپونه

0 2,013

په ډارماتیک ډول د شمالي ډنډ اړوند سیمې کلي په کلي ورځ تر بلې ناامنه کېږي؛ هم له بګرام بګرامیو ته وتلې لاره او هم د کابل شمال عمومي لاره تر چریکي بریدونو لاندې ده. هغه سیمې چې طالبانو ناامنه کړې له دې سیمې سره یې د ناامنۍ ډول او بریدونه کاملاً متفاوت دي.

داړې اچونکي، او برید کوونکي اکثراً د غلو، لارې شکوونکو، نامسوله وسله والو، حرفه يي قاتلينو او حتا داسې افرادو په بڼه په ناامنۍ کې ښکېل دي، چې کشرانو هلکانو ته چسپکي ماینونه ورکوي او موټران ورباندې الوزوي.

مګر دا بریدونه د جنايي جرمونو په هدف نه ترسره کېږي، ددې بریدونو ترشا د ناامنۍ د ویرې او ترهې خپرولو منظمه اجنډا ده. دغو وړو ډلو یا افرادو چې هرڅوک وژلي، یا یې بریدونه ورباندې کړي ټول متضررین هغه کسان دي او هغه اهداف دي، چې طالبان یې غواړي. وروستی مثال یې تېره ورځ د باګرام د زندان د پینځو څارنوالانو او کارکوونکو وژل وو، دوی په رڼا ورځ په یو موټر کې روان وو، چې برید ورباندې وشو او ووژل شول. د ناامنۍ او دغسې پیښو پیچلتیا په دې کې ده، چې طالبان دستي د پیښې د غندلو په پار اعلامیه ورکوي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د څارنوالانو وژل هم په څو ثانیو کې له خپلې خوا رد کړل او ویې غندل.

نو دا کارونه څوک کوي؟

ځايي خلک وايي، دغسې تجربې د داکتر نجیب د واکمنۍ دوره کې هم تکرار شوې، پاکستاني څارګرې ادارې په شمالي ډنډ اړوند سیمو کې ځینې مرموز کسان وګمارل هغوی ته یې امکانات ورکول او هغوی بیا له نورو سیمو واړه جنايي مجرمین استخدام کړل چې بلوا او اړدوړ جوړ کړي.

ځايي خلک وايي، طالبان اوس هم ډبرې ولي هم لاسونه شاته نیسي، ځکه د کابل د څنډو ناامني او جنايي پیښې د نظام او دولت اعتبار خرابوي او داهغه څه دي چې پاکستان یې د طالبانو د حاکمیت د راستنیدو لپاره غواړي.

ځینې کسان ادعا لري، چې د کابل له شمالي سیمو یې کډې کړې، دوی اکثره هغه کسان په جزیاتو پیژني چې جنايي بانډونه او افراد حمایت کوي، بمونه، وسلې او پیسې ورکوي، د سختې پرمهال یې ساتي، خو دا خلک له ویرې ددې کسانو نومونه نشي اخیستلای. اکثر داخلک په ډاګه وايي، چې په قضاياوو کې ښکېل کسان له پاکستان سره ان د مجاهدینو او کمونیستانو ترمنځ د جنګ پرمهال له پاکستان سره د پټو اړیکو سابقه لري.

ځايي خلک په دولت غږ کوي، چې د کابل شمالي دروازې سیستماتیکې ناامنۍ ته جدي نظر وکړي، او له سر سري عملیاتو او خوشباورۍ تیر شي په یو منظم امنیتي پلان کار وکړي، ګني ددوی په خبره زر ده چې له شمالي ډنډ څخه راولاړیدونکی ناورین د نظام ستنې ونړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply