اسد دُرانی: د اسامه د وژلو پر سر د امریکا او پاکستان پټه معامله شوې وه

0 665

وروسته له هغه چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د پاکستان پارلمان ته د وینا پر مهال وویل، چې امریکا د دوی له اجازې پرته د پاکستان خاورې ته داخله شوه او اسامه بن لادن یې (شهید) کړ، نو د هغه د وژلو پر سر یو ځل بیا تاوده بحثونه راپورته شوي دي.

(هم سب) اردو ورځپاڼې د پاکستان د استخباراتو پخواني مسوول اسد دُراني له قوله خپاره کړي، چې نوموړي ویلي، د اسامه بن لادن د سپارلو او د هغه د وژلو پر سر د پاکستان او امریکا ترمنځ پټه معامله شوې وه.

نوموړي په یوه مرک کې ویلي، د اسامه بن لادن په اړه وروستۍ څرګندونې عوام فریبانه دي او د پاکستان استخبارات په ایبټ اباد کې د هغه په موجودیت او اوسېدو پوره خبر و او د ای ایس ای یو افسر امریکا ته د هغه په اړه ټول معلومات ورکړي وو.

د هم سب اردو ورځپاڼې د معلوماتو له مخې د اسامه بن لادن پر سر معامله د پوځ مشر اشفاق پرویز کیاني له یو امریکایي پلاوي سره په یوې بحري بېړۍ کې وکړه چې د هغه د وژلو په بدل کې به د لېست مطابق د پاکستان ټولې غوښتنې پوره کېږي.

دغه راز پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني هم په همدې مناسبت له امریکایي جنرال ډيویډ پټریاس سره پټه کتنه کړې وه.

اسامه بن لادن اسلام اباد ته نږدې د ایبټ اباد په بلال ټاون کې د پوځ یوې اکاډمۍ ته ۲ سوه متره څېرمه اوسېده، چې د ۲۰۱۱ کال د مې په دویمه نېټه د امریکایي ځانګړو ځواکونو له لوري ووژل شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply