افغانانو ۲۰۱۸ کال کې ۱,۶۵ بيليونه ډالره رشوت ورکړی

0 1,098

د میک راپور چې د فساد له وجې يې په اسيب پذيره ځايونو او سکتورونو تمرکز کړی دی وايي، افغانانو په ۲۰۱۸ کال کې ۱,۶۵بيليونه ډالره په رشوت کې ورکړی دی او دا رقم په ۲۰۱۶ کال کې له ورکړل شوي رشوت څخه چې ۲,۸۸ بيليونه ډالر و، کموالی ښيي، خو په ورته مهال د حکومت له کلنيو عايداتو څخه زيات دی.

دې راپور موندلې چې لا هم خلک باور لري چې ډېر فساد د حکومت په لوړو پايو کې کېږي او له همدې وجې دوی پر چارواکو بې باوره شوي دي

په ورته مهال په همدې ۲۰۱۸ کال کې له ماليه ورکوونکو څخه حکومت ۸۶,۵ بيليونه افغانۍ چې ۱,۱۲ بيليونه ډالر کېږي او په۲۰۱۹ کال کې ۸۶,۷ بيليونه افغانۍ چې ۸۸۹ ميليونه ډالر کېږي، راټول کړي دي، چې په دواړو کلونو کې دغه راټول شوی رقم په۲۰۱۸ کال کې له ورکړل شوي رشوت څخه کم دی.

د مېک د راپور پر اساس، په همدې ۲۰۱۸ کال کې د ملي عوايدو اندازه ۱۸۹,۵ بيليونه افغانۍ چې ۲,۴۵ بيليونه ډالر کېږي، وه.

د افغانستان د رونټيا څار بنسټ د سکرتريت مشر ميوند روحاني وايي، په ۲۰۱۸ کال کې افغانانو په ټول هېواد کې د قراردادونو ترلاسه کولو، د خپل کار کولو او نورو معادلاتو له وجې ۱,۶۵ بيليونه ډالر رشوت ورکړی دی او دا په ګمرکونو کې له فساد څخه جلا پيسې دي.

دغه راپور پر اتو کليدي موضوعاتو راټول دی چې په حکومتولۍ کې پر اصلاحاتو اغېز لري.

د دې راپور له مخې په چارو کې د ملي شورا د غړو او جنګسالارانو غير قانوني مداخلې هغه لوی لامل دی چې فساد ته يې زمينه مساعده کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply