پاکستان په سل ميليونه کلدارو د هندوانو لپاره عبادتځای جوړوي

0 775

ټاکل شوې په لومړي ځل په پاکستان کې د هندوانو لپاره د عبادتځای يا ګوردوارې کمپلکس جوړ شي.

د الجزيرې د راپور پر اساس، د پاکستان حکومت دغه اقدام وروسته له هغه کوي چې د عمران خان په مشرۍ پاکستاني حکومت هڅې پيل کړې دي چې د هند له سیکانو سره خپلې اړيکې جوړې کړي او په دې توګه له مذهبي وسيلې څخه په استفادې په هند کې خپل نفوذ ته زمينه برابره کړي. دغه راز پاکستان په نړۍ کې د نرم سياست او مذهبي اقليتونو ته د درناوي تصوير وړاندې کولو لپاره دغه عبادتځای جوړوي.

په ورته مهال راپورونه وايي، پاکستان اعلان کړی دی چې د مذهبي مراسمو لپاره به له هند سره کرتاپور دروازه هم د سیکانو پر مخ پرانېزي.

د ډان ورځپاڼې د راپور پر اساس، په اسلام اباد کې د هندوانو لپاره د عبادتځای په دې کمپلکس به سل ميليونه کلدارې مصرف راشي.

دغه کمپلکس د شيري کرشنا مندر په نوم يادېږي او په عبادت سربېره به د سیلانیانو ځای هم ولري. دا مهال په پاکستان کې شاوخوا درې زره هندوان ژوند کوي او په لومړي ځل ورته په دومره لويه کچه عبادتځای جوړېږي

خو په تېرو دريو کلونو کې په افغانستان کې پرلپسې په سېک اقليتونو تروريستي بريدونه وشول او افغان حکومت دا له پاکستاني استخباراتو سره د تړلو عناصرو کار بللی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply