د پیغمبر په کتاب یوه شننه

لیکوال او شنونکی: ډاکټر محمد اکبر اکبر

0 1,600

،درنو ښاغلو او اغلو د لندن د ادبی بهیر برخه والو او مینه والو

له هر څه د مخه اجازه راکړئ د دې بهیر او ستاسو د ټولو په استازیتوب د ګران دوست او د افغانی فرهنګ د ودې د لیوال او ښه پالونکي جناب نظام صا حب نه د زړه له کومې مننه وکړم چې د دې غونډې د جوړیدو الهام وګرځید. که دې فرهنګپال افغان د عربي نړۍ د دغه وتلی لیکوال، شاعر او انځورګر جبران خلیل جبران دغه نا متو شهکار پیغمبر یا پیشوا  ته زموږ په ملی ژبه دری د ژباړې اوچاپ د لګښت اوږه نه وای ورکړې ، شونی نهوه چې موږ به په دغه شهکاردتبصرو او شننې داسې درنه غونډه رابللې وای

د دې شهکار پښتو ژباړه او چاپ که څه هم د ده په لګښت نه ده شوې خودده په لګښت دغه کتابونه په کابل کې رانیول شوی ، تردې ځایه رارسیدلی او وړیا په ګڼو دوستانو ویشل شوی دی. بله خبره دا ده که دده وړاندیز او هڅونه نه وای ما به هم هیڅکله د دې شهکارد پښتو نیمګړې ژباړه د هیواد د ښه  ژورنالست ، لیکوال اوشاعر مصطفی سالک په درنې میرمن او خور زینب سالک نه وه بشپړه او چا پ کړې وه

جبران خلیل جبران د دې شهکار پنځونکي د نړۍ ادبیاتو ته تلپاتې شهکارونه په میراث پریښي دی. چې هریو ېې پخپل وار یو هنری شهکار دی چې د لوستونکو احساسات او عواطف تخڼوي . ده دژوند په ډیره لنډه موده کې په عربی ادبیاتو کې نوې لار ((جبرانیزم)) پرانیستله . دا په په ادبیاتو کې د ساده عرفان او شا عرانه نثر یوه ګډوله او مخلوط دی.

په دې ډول نوموړي د ژوندانه له ستونزو او کړاونو څخه د ژغورنې خپله طریقه ایجاد کړه .دهغه شاعرانه نثر او خبرې ځانګړی معنوی ځواک لري چې د لوستونکوپه زړنو ژور اغیز ښندي. جبران پخپل معنوي قوت موږ له هغې تیارې راباسې چې په موږ ېې سیوری غوړولی دی.

افغانستان ته ددغه وتلی لیکوال اثار ډیر وروسته ژباړل شوی دی.  ما یوازې په شپیتمو کلونو کې دده ما ت وزر ناول چې مرحوم مفتا ح الدین صا فی ژباړلی وو لوستی دی.

ددې ترمخه عبدالرحمن پژواک هم دا نامتو اثر په دری ژباړلی وو خو داچې چاب ېې ډیره پخوا شوی وو په ګرانۍ دی په بازار کې میندلی شو.نه پوهیږم ددې کتا ب دبیا چاپ په وخت به نظام صا حب له دې خوږې ژباړې خبر و که نه؟

اوس له نیکه مرغه د ده اثار په پښتو او دري دواړو کې ښه په درز ژباړل او چاپیږي .

د ده اثار چې اوس د نړۍ په دیرشو ژبو ژباړل شوی دی او په ګردو عربی هیوادونو ، ایران ، ترکیه ، پاکستان کې ېې هم چا پ ورځ تر بلې ډیریږي. .زموږ ادبیاتو ته هم ځانګړی اهمیت لری

.د ده اثار دیو نوی سبک پیژندنه ده او په لوستلو ېې سړی له ژونده دستونزو دخلاصون نوې لار مومي

.پیغمبر یا المصفی د هغه د غوره اثارو په منځ کې ځانګړی ځای او اهمیت لری لري

.چې ده ته ېې نړیوال شهرت ورپه برخه کړ او په لنډه موده کې میلیونونه لوستونکی وموندل

:خوشاله یم چې نن مو د نظام صا حب له برکته دا غونډه رابللې او په دغه شهکار ددوستانو تبصرې او شننې اورو. دا کار څو ګټې لري

.اول: زموږ د راټولایدو سبب ګرځي. دوهم د داسې اثارو شننه او پیژندنه د نورو لیکوالو د روزنې او هڅونې سبب ګرځي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply