هلمند کې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو مورني بڼوڼو ښې پایلې ور کړي دي

0 1,267

د هلمند د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر نوو نباتاتو څېړنې رواندې دي، چې له دې ډلې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو نیالګې هم په توافقي ډول تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وویل، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوی ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې.

ښاغلي الکو وويل، په همدې موخه ددې ولایت په څېړنیز فارم کې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو نیالګې اېښودل شوي او پرې څېړنیې روانې دي. هغه زیاته کړه، چې تېر کال د ننګرهار له ولایت څخه اصلاح شوي نیالګي، چې په ترکیب کې یې پنځه ډوله لیمو، مالټه  او املوک شامل دي د بولان په څېړنیز او انار باغ قوریه کې کرل شوي دي، چې ښې پایلې لري او تر دې مهاله یې پایلې ښې ارزول شوي دي او تر ډېره یې ددې ولایت د خاورې، اوبو او هوا سره پراخ توافق ښودلي دي.

 د هلمند د کرنې رییس زیاته کړه، اداره به یې د یادو نباتو په اړه نور  تحقیق او څېړنې هم کوی، ترڅو د اوبو، خاورې، هوا او ناروغیو پروړاندې یې پایلې مطالعه او وروستۍ پایله به یې له اړونده مقاماتو سره شریکې کړي ترڅو په راتلونکي کې یې هلمند کې ترویج او تکثیر کړي

باید وویل شي، چې د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوی او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply