تر هغو چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي افغانستان کې سوله نشي راتللی

0 662

په افغانستان کې له سولې سره د پاکستان د ژمنو په اړه (څه ډول پاکستان په افغانستان کې خپلې ژمنې پوره کولی شي؟) تر عنوان لاندې په يوې مقالې کې افغانستان ته له پاکستان څخه په ورپېښو ګواښونو او سولې پروسې سره د رښتينې مرستې په اړه شننه شوې ده.

د مقالې لیکوال مايکل روبین وايي، تر هغو چې په پېښور، کوټه، وزيرستان، کراچۍ او نورو کليدي ښارونو کې د ترهګرو خوندي پناه ځايونه او روزنځايونو وي، تر هغو په افغانستان کې سوله نشي راتللی.

ليکوال وايي، د افغانستان سوله د پاکستان له هغه عملي اقدام سره تړلې ده چې غواړي د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي؟

د نوموړي په وينا، پاکستان هر کال پر دغو روزنځايونو او ترهګرو سلګونه ميليونه پاکستانۍ کلدارې مصرفوي او په بدل کې يې د اسيا په زړه کې ټولې لوبې پخپله ګټه څرخولې دي، نو له دې رول څخه د پاکستان د ګرځولو لپاره عملي اقداماتو ته اړتيا ده.

په دې ليکنه کې کابل ته د پاکستاني پلاوي وروستي سفر ته اشاره شوې ده، چې له دغو عملي اقداماتو پرته دغه سفرونه نتيجه نشي ورکولی.

د ليکوال په وينا، هغه ترهګر چې پاکستان يې ملاتړ کوي هر کال په افغانستان کې زرګونه عام خلک وژني او دې کار د پاکستان پر وړاندې نفرت اوج ته رسولی دی او په مينه د دې نفرت اړول د سولې پروسې سره په مرسته کې له عملي ګامونو پرته نه کېږي.

په ليکنه کې د پاکستان پر اقتصاد او سياست د دې وضعيت اغېزو او په افغانستان کې د جګړې د دوام پر ټولو اړخونو مفصلې خبرې شوې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply