د هرات والي سيد وحيد قتالي وايي، د هرات ولايت ګمرک ۹۰ سلنه عوايد د مافیا له لوري حيف و ميل کېږي.
نوموړی وايي، په کابل، هرات او د اسلام قلعه ګمرک په منځ کې د مافیا شبکې فعالې دي او هره ورځ د دې ګمرک ميلونونه افغانۍ جېبونو ته وهلي: « د لس سلنه توکو پيسې د دولت خزانې ته ټولېږي، خو پاتې نوي سلنه يې مافیا ترلاسه کوي. د هر درې ميليوني سوداګريز کاروان څخه يوازې پنځوس زره افغانۍ تحويلېږي؛ د هر کاروان چې بايد دولت ته درې ميلیونه ټکس تحويل شي، يوازې ۳۰ زره تحويلېږي.»
په يو تازه اقدام کې د هرات د والي له لوري لسګونه موټر ودرول شول چې سوداګريز توکي په کې بار وو او د هغه په وينا، دغو موټرو له ګمرکي محصول څخه تېښته کړې وه او دا د فساد يوه بېلګه ده.
تازه ولسمشر غني د ګمرکونو د امنيت او په کې د فساد مخنيوي لپاره نوې امنيتي قوه جوړه کړه او دغه راز واليانو ته يې امر کړی دی له هرې ممکنه لارې کېږي د عوايدو د فرار مخه ونيسي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320