سرتېري؛ د خاورې او ناموس ساتونکي

عبدالمنان توحیدیار

0 873

زه ډير کله مایوسه شم چې ځینې افغانان د سرتېرو فعالیت او سرښندنې په اشخاصو پورې تړي، که خلک دا کار اګاهانه او یا غیر اګاهانه کوي، ښه نه کوي.

سرتېري د دې خاورې او د خلکو د ناموس ساتونکي دي، له اشخاصو سره نه دي تړلي، سرتېري د دې نظام ساتونکي دي، که د سیستم چلوونکی هر څوک وي، سرتېري خپل کار کوي او خپل مسوولیتونه یې مالوم دي.

زموږ ډير خلک په دې نه پوهیږي چې د سرتېرو رول څه دی او مسوولیت یې څه دی، خو که کوم ځای کې فساد هم وشي، سرتېري پکې ملامت بلل کیږي، په داسې حال کې چې سیستم د سرتېرو او یا افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره نه دی.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د کورنیو او بهرنیو دښمنانو پروړاندې جګړه کوي، قرباني ورکوي او نه پریږدي چې د افغانان دښمن په یوه لویشت خاوره هم حاکم شي.

سرتېري شپه او ورځ کار کوي چې څنګه کیدلی شي، خلک له داخلي او بهرني دښمن څخه وژغوري، په دې برخه کې هغوی سرونه لاس کې نیولي او له لوی خطر سره سره د دې خاورې او هېوادوالو د ارام ژوند لپاره هڅې کوي.

دا چې ځینو برخو کې داخلي او خارجي دښمنان هدف ته رسیږي او یا ګډوډي جوړوي، په دې برخه کې خلک خپل مسوولیت نه ادا کوي.

سرتېري نه شي کولی چې هر کلي، هرې کوڅې او هر کور ته یو کس ودروي چې ساتنه یې وکړي.

نورو هېوادونو کې هر وګړی د خپل هېواد لپاره سرتیری او جاسوس دی، خو افغانستان کې برعکس، خلک ځانونه له دې مسوولیت مبرا ګڼي او ټول مسوولیت پرې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اچوي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ښکاره او پټ دښمن پسې ګرځي، ډير یې وژلي او ډير نور یې زنداني کړي دي، خو دا چې دښمن د ملکي وګړو په جامه کې ګرځي او یا پټيږي، یواځې خلک کولی شي، چې په دې برخه کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته وکړي.

زموږ یو شمېر خلک له بده مرغه یواځې نیوکو ته تکړه دي، نیوکې یې هم په عقدو ولاړې وي او په دې نه پوهیږي چې د چا مسوولیت کومه برخه کې او څومره دی ، څومره یې خپل مسوولیت ادا کړی دی.

که هر څوک خپل مسوولیت ومني او لاس په لاس کار وکړي، نه به د سرتيرو دومره قربانۍ وي او نه به هر غل او مفسد د افغانستان عواید چور کړي.

دا چې سرتيري له داخلي او بیروني دښمن سره په جګړه دي، ځینې خلاوې شته چې مافیا او نورې کړۍ ترې ګټه اخلي، لکه غلا کوي، انسان تښتونه، قتل او نورې ډيرې کیسې.

خو په دې باور ولرئ ، که هر کله جګړه پای ته ورسیده، هیڅوک تر قانون زورور نه دی، دا ټول چې نن ځانونه تر قانون لوړ ګڼي، ټول به حساب ورکوي، دوی چې نن بې حسابه هسکه غاړه ګرځي، ټول تمرکز له ترهګرۍ سره پر مبارزې دی او دوی ته د چا لږ پام کیږي.

له سرتیرو سره اوسئ، همدا سرتیري ستاسو د وطن او خاورې ساتونکي او مدافعین دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply