د افغانستان د متحدو علماو اعلامیه

0 647

۷۸۶

د افغانستان د جګړې په اړه د الازهر لوی مفتي او دیني عالم د فتوا په ملاتړ

د افغانستان د متحدو علماو اعلامیه!

الحمدلله وصلواة وسلام علی رسول الله وعلی اله وصحبه وسلم

 د افغانستان مسلمان او متدین ولسه :    

د افغانستان دعلماؤ متحده شورا چې د هیواد د بیلابیلو قومونو جید اومخورعلما پکښي ګډون لري د خپل اسلامي اوانساني مسوولیت له مخي د الازهر لوی مفتي او دینی عالم محمد احمدالطیب چې په اسلامی نړۍ کې یو له تر ټولو مستند مفتی دی، د طالبانو لخوایې په افغانستان کې د دیني علماو وژنه او په ځانګړي توګه د وزیر محمد اکبر خان او شیرشاه سورې پر جامع جوماتونو باندې د وروستیو ترهګریزو بریدونو د غندنې ترڅنګ د افغانستان د جګړې په اړه یو ځل بیا هم فتوا صادره کړی ده، چې په یاده فتوا کې ویلي دي:(په افغانستان کې جګړه په بشپړ ډول ورور وژنه او حرامه ده، په ځانګړي ډول اوس چې د طالبانو او د امریکا د حکومت ترمینځ د سولې هوکړه لیک شتون لاسليک شوی، دا ورور وژنه ده، د افغان حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونه په دې جګړه کې بر حقه دي او د دوي قربانیان شهیدان دي، خو طالبان د ناپوهۍ لښکر دي او جايز نه دی او حتی د هغوی د جنازې لمونځ جواز نلري، او په افغانستان کې جګړه مسلمان وژنه او حرامه ده، ټاکل شوې وه چې محمد ایاز نیازي اود اسلامي نړۍ د لوی عالمانو ډله به ډیر ژر د افغانستان د جګړې په اړه لوی اسلامي کنفرانس ولري ، خو طالبانو، د جهالت او وحشت دغه لښکر، ډاکټر نیازی يې په شهادت ورساوه، زه ډاکټر نیازي او مولوی مفلح او د افغانستان د جګړې ټولو قربانیانو ته د خدای تعالی له دربار څخه جنت ته د تللو او طالبانو ته د سمې لارې د پرمخ بیولو دعا کوم).

مفتی محمد احمدالطیب د مصر هېواد هغه سترمفتی ده چې دنوموړي نظریات د نړۍ ټولو مسلمانوته د قدراومنلو وړ دي، چې مخکې يي هم د سعودي شیخ عبدالعزیز او د نړۍ د نورو سترو علماو او مفتیانو تر څنګ یې د بیلابیلو فتواګانو په صادرولوسره د افغانستان جګړه ورور وژنه او حرامه ګڼلی ؤ خو یوځل بیایې دمسلمانانو د ذهنونو د روښانولو په خاطر د طالبانواعمال یې نارواه ، داسلام اوانسانیت ضد عمل وباله .

 نو د افغانستان د متحدوعلماؤ شورا د ستر مفتی او دینی عالم محمد احمد الطیب د وروستي فتوا او څرګندونو څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوي او د هېواد له ټولو علماؤ څخه هیله اوغوښتنه کوي ترڅو د ولس د پوهاوي او د خپل ایمانی او انسانی مسوولیت د رفع کولو  په خاطر د جوماتونو د منبرونو او ټولنو له لاري د دغی شومي پدیدي جګړي او ورور وژني” د غندني په موخه پراخ تبلیغات ترسره کړي ځکه چې الله “ج” فرمایلِی( من قتل نفساْ بغیرنفس اوفساد فی الارض فکانما قتل الناس جمیعاْ).

ژباړه: څوک چې یو نفس پرته له کوم جرم نه ووژني،پدې مانا چې د نړۍ ټول وګړي یې وژلي وي.

ومن الله الـــــتوفــــــیـــــق

د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشتي(۱۶) د ۱۴۴۱ قمری کال د ذوالقعده الحرام(۱۴) نیټه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply